د طالب په خوله د پاکستان وروستۍ غوښتنې ته ځواب

د طالب په خوله د پاکستان وروستۍ غوښتنې ته ځواب


  • 1 مياشت دمخه (23/07/2021)
  • شمیم خان کټوازی
  • 391

د طالبانو یوه ویاند اسوشئیتد پرېس ته په تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر غني تر لرې کېدو پورې به دوی سولې ته حاضر نشي.

که څه هم د یوې داسې ترهګرې ډلې له غړي سره چې په ټول وطن کې یو مستقل ادرس ونلري او ملت ته د خپلو مخونو څرګندولو جوګه نه وي؛ نه ښايي چې د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د برخلیک په اړه څرګندونې وکړي خو د وسله والو طالبانو دغه غوښتنه ډېر پخوا ولسمشر غني په بشپړ انعطاف سره ځواب کړې او ویلي یې وو، چې د سولې په خاطر د خپل حکومت له قانوني مودې پوره کولو وړاندې لا حاضر دی چې د نړیوالو ناظرینو او افغان ولس تر کلک نظارت لاندې د طالبانو په ګډون داسې ټاکني ترسره کړي چې دی او مرستیالان به یې پکې نوماند نه وي. د جمهور رئیس غني ټینګار دا دی چې د ده ځایناستی باید د افغانانو لخوا د هغوی په اراده او خوښه وټاکل شي خو له دغه ځواب ترلاسه کولو وروسته هم وسله وال طالبان د معمول په څېر له خپلې خبرې پر شا شول.

اوس یې بیا تازه په تازه له ټاکنو پرته د جمهور رئیس د لرې کېدو او اوسني نظام د ړنګېدو غوښتنه کړې چې دغه غوښتنه په اصل کې د طالب خپله نه، بلکې د هغو ګاونډیو ده، چې د ولسمشر غني په وجود کې یې د افغانستان د اوبو، کانونو، سوداګرۍ، صنعت او سیاست د انحصار خوبونه خاورې کیږي. د طالبانو له خولې دغسې متضادو او بېهوده څرګندونو او د جګړې شدت زیاتولو ته په کتو سره داسې بریښي چې دوی او ملاتړي یې د سولې لپاره هیڅ اراده او برنامه نلري او یوازې د موجوده نظام د تسلسل ماتولو، سیاسي خلا رامنځته کولو او په افغان ملت د یوې خود خواه، نالوستې، عقده یي او ویجاړونکې ډلې د ورتپلو لپاره یې د افغان وژنې لړۍ روانه ساتلې.

ټولې نړۍ او افغانانو ته دا اوس جوته ده چې وسله وال طالبان او بهرني ملاتړي یې د هویت او داعیې له بحران سره مخ دي، او غواړي چې د سولې پر اصولي مؤقف ولاړ  اشخاص په نښه کړي، تر څو په کابل کې پاکستانۍ کودتا او انحصار، د ملي بنسټونو ویجاړي، د افغانانو کډوالۍ او په پردیو وطنونو یې ذلالت ته لاره هواره کړي، خو د دوی پر وړاندې د ولس زیاتېدونکې کرکه او افغان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دوی دا خوب هیڅکله هم رښتیا کېدو ته ورنکړي.

موږ په تېر لنډ وخت کې د یوه ناسنجول شوي حالت څخه د نظم د ټينګښت، ولسي، سیاسي او پوځي منابعو د انسجام په لوري چټک ګامونه اخیستي او انشاءالله د خپل باشهامته ملت په قوي اراده به له اوسني وضعیت څخه د باعزته او دایمي سولې په لور مزل رالنډ شي.