هلمند کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (02/11/2020)
  • عمران دانش
  • 352

د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ اړوند مومين خان سيمه کې د وسله والو طالبانو ۸ تنه جنګيالي وژل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د دغو جنګياليو دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل پيکا او يو قبضه راکټ هم له منځه تللي.

د خبرپاڼې له مخې، د هوايي ځواکونو په ياد بريد کې د وسله والو طالبانو د شل کسيزو جنګیالیو يو قوماندان ملا جمعه ګل هم وژل شوی دی، چې د سرې قطعې جنګیالیو ته يې د ناوې ولسوالۍ په مومين خان سيمه کې د جګړې لارښوونې کولې.