نریندا مودي: افغانستان باید بیا ځلې د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي

نریندا مودي: افغانستان باید بیا ځلې د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي


  • 4 ورځي دمخه (13/10/2021)
  • خالد سهار
  • 116

د هند لومړی وزیر نریندا مودي وایي، نړۍ باید پرې نه‌ږدي، چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.  

نوموړي دا څرګندونې پرون د افغانستان په اړه جي۲۰ غونډه کې کړې دي.

هغه دغه‌راز تر یادې غونډې وروسته هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: چې نړۍ باید په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ور نه‌کړي، چې افغانستان د ترهګرۍ او افراطیت پر مرکز بدل شي.  

نوموړي په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر تشکیل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې نړیوال باید دغه هېواد سره په سمدستي ډول بشري مرستې وکړي.  

د افغانستان په اړه د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې له افغانستان سره د د څه باندې یو میلیارد یورو مرستې ژمنه وشوه؛ خو ټینګار پر دې وشو چې دغه مرستې به د نړیوالو سازمانونو له لارې افغانستان باندې لګول کېږي.