کابل کې چاودنې ۲ تنه ووژل او ۵ نور ټپیان شول

کابل کې چاودنې ۲ تنه ووژل او ۵ نور ټپیان شول


  • 11 مياشتي دمخه (21/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 373

د کابل امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلورلارې کې پر یو رینجر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او ۵ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا په وژل شویو کې یو تن پولیس سرتیری او یو ماشوم شامل دی او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

خو عیني شاهدان وایي په دغه چاودنه کې یوه میرمن هم وژل شوې.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.