د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه څرنګه او ولې؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور پېروز
  • 336

 سخت دریځي هغه بدمرغي ده چې د افغاني ټولنې د ژوند هره برخه یې سخته ځپلې ده. 

دې تحمیل شوې مذهبي مافیا عاطفه له منځه وړې، مینه کفر ګڼي، د ژوند دایره یې تنګه کړې او هر ډول اخلاقي چوکاټونه یې مات کړي دي.
نه فرهنګي دودونه مرعاتوي، نه قبيلوي جوړښتونه مني، نه سیاسي تعامل پېژني او نه د علم، منطق او عقل پر بنسټ ولاړو اصولو ته ژمن دي. 
له دین او مذهب څخه یې د کرکې، وحشت او تعصب یوه داسې اله جوړه کړې چې د نن سبا عملي– فکري الحاد ډېره پړه د همدې جهاد او جهادیانو پر غاړه ده.
سخت دریځي نه یوازې زموږ سیاسي او ټولنیز نظامونه ننګوي، بلکې زموږ په فردي او کورنیو چارو کې هم مداخله کوي. 
دوی داسې عادت خپل کړی او ځان ته داسې واک ورکوي چې که ته ورسره کار نه لرې، نو هغوی دې نه ایله کوي او تر هغو به درپسې وي چې یا د دوی ومنې او یا له دوی وتښتې، یا ووژل شې، له همدې کبله د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه ډېر لومړیتوب لري.
څرنګه چې زموږ په ټولنه کې د سخت دریځۍ لویه سرچینه د دین په اړه ناسم پوهاوی دی، له همدې امله باید تر ډېره بریده همدې اړخ ته جدي پاملرنه وشي، ځکه موږ د ژوند د نورو برخو په څېر د دین په زده‌کړه او ښوونه کې هم پر وارداتي مرکزونو، نصاب او ښوونکيو تکیه کوو، تر څو چې په خپل هېواد کې دننه د دیني زده‌کړو ملي- افغاني مرکزونه، هېواد پال دیني او په عصري زده‌کړو سمبال علما او د وخت له غوښتنو سره سم دیني نصاب و نه لرو، تر هغو به موږ د پردیو د دیني ايډیالوژیو، فتواوو، خوځښتونو، وسله‌والو باغیانو او د دیني مافیايي کړیو له انحصار سره مخ یو. 
فکر کوم افغان دولت او افغان ولس هیڅکله دې تشې ډکولو ته د یوې جدي مسلې په سترګه نه دي کتلي.
دا د حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور او پوهنې د وزارت دنده ده چې په ګډه پر دې ستونزه کار وکړي او د یوه ګډ پروګرام په جوړولو د سخت دریځۍ ریښې وباسي. 
داسي دیني علما کم نه دي چې روان حالات یې ځوروي، په خپل دین، ولس او هېواد یې خوا بدېږي، د نوي عصر په غوښتنو خبر دي او د بدلون اړتیا احساسوي، خو له بده مرغه دولت یا له هغوی سره تماس نه لري او یا نه غواړي چې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ لپاره په اوږده مهال کې دایمي حل ولټوي، ځکه دا یو واضح حقیقت دی چې دلته د هېواد د دښمنانو له خوا روان ناروا بغاوت په ظاهره دیني اړخ لري، دیني فتوا ورسره ملګرې ده، په اصطلاح مذهبي کړۍ او اشخاص یې ملاتړ کوي او د طالب، القاعدې او داعش په نوم د نورو د ګټو لپاره په شعوري او غیرشعوري ډول استخدام شوي باغیان د خپلې ناروا جګړې هدف دا ښيي چې غواړي په هېواد کې یو شرعي-اسلامي نظام رامنځ ته کړي.
څرنګه چې په هېواد کې د سواد کچه ډېره کمه ده، نو د دغو کړیو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راځي او ورسره ملګري کېږي، په تېره بیا چې اقتصادي، ټولنیز او تبلیغاتي عوامل هم ورسره ملګري وي.
د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه د اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او نظامي هڅو تر څنګ کلکو او منطقي دیني هڅو ته هم اړتیا لري، دا هغه سنګر دی چې دا ډېره موده بې‌جنګیالیو پاتې شوی او دا مهال سخته اړتیا ده چې د دین، ملت او هېواد خواخوږي دین پوهان یو ځل بیا خپل دا مرچل د هغو شیطاني کړیو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګرم وساتي چې غواړي د شخړو، لانجو او وحشتونو له لارې زموږ دین بدنامه، هېواد مو کمزوری او ولس مو ټوټه-ټوټه کړي، مګر په دې برخه کې د دولت پوره پاملرنې او همکارۍ ته هم اړتیا ده.
سرخط‬ ورځپاڼه