هغه چې غني ولې له وطن ولاړ؟ درته ليکم!

هغه چې غني ولې له وطن ولاړ؟ درته ليکم!


  • 1 مياشت دمخه (31/08/2021)
  • سرورستانکزی
  • 146

کله چې پر ولايتونو جګړه وه، نړيوال او خصوصآَ امريکا کاملآَ غلي و. حتا جوی بايډن په څو اونيو کې يو ځل هم د افغانستان اړوند پوسټ نه کاوو.‌ دوي فکر کاو؛ غنی بابا د قدرت وږی دی. د خپلې بقا لپاره به جګړه کوي. مونږ به د افغان وژنې او افغانستان ورانونې ننداره کوو، د ط الب او افغان حکومت د جګړې برابري به هم ساتو، يو څه مهال به يوه خوا هم بشپړې بريا ته نه پرېږدو. خو غنی په غرب کې وخت تېر کړی. د غرب په اکاډميک محيط کې استاد پاته شوی. 

د غرب د سياستوالو هر حراميتوب تر نورو افغان چارواکو بهتره ور مالوم و. بابا د قدرت پروا ونه ساتله، د ارګ له ښکلي دربار هم تېر شو. تېښته يې وکړه، خو څو ګټې يې وکړې. 

لومړی دا چې د تېرې شل کلنې جګړې لپاره چې په تاريخ کې د امريکا د بريا په نامه ثبت شي؛ امريکا له ط البانو سره جوړجاړی کړی و. خو درانه غني د امريکا بريالۍ جګړه او بريالي مذاکرات په وروستۍ نقطه کې د ماتې سره مخ کړه. داسې تېښته يې وکړه چې؛ ط البان يې مجبور کړل چې مسلح پر کابل ننوځي. نړۍ ته د رسنيو د ليارې هم وښودل شوه چې ط البان پر افغانستان د زور د‌ ليارې حاکم شول. د امريکا حيثيت يې په نړيواله سطحه کې بيخي ښکته کړ. د امريکا دوه مخيتوب او کمزوري يې هم ټولې نړۍ ته ور وښوده. لکه څنګه چې د ميوند په جګړه کې افغانان د انګرېزانو سره له جګړې ستړي شوي و، خو د ملالۍ په يوه ټپه يې احساسات وپارېدل او ناکامه جګړه يې بريالۍ کړه، درانه غني هم عينې کار د امريکا سره وکړ. که اوس د تاريخ ليکل د افغان يا بهرني مسووليت هم وي، حتمي به ليکي؛ لومړی انګرېزانو، بيا روس او ورپسې امريکا هم په افغانستان کې د ماتې سره مخ شوه. اوس په دې امريکايي چارواکي هم پوه شوي. 

بله خبره دا چې؛ امريکا غوښتل چې ط البان نن، سبا يا بله ورځ پر افغانستان حاکم کړي، خو هغوي غوښتل چې ط البان جوړ افغانستان ته نه بلکې وران افغانستان ته راولي. غوښتل يې چې غني به د خپل قدرت لپاره د ط البانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړي، د افغانستان هر ښار به لکه هلمند يا د بغلان د بلاکونو د بازار په ډول د اور په سختو لمبو وسېځي، خو غني تر واک تېر شو، بلکې جوړ افغانستان يې ط البانو ته ورکړ. ځکه امريکا سخته غوسه هم ده. د بايډن فېسبوکي صفحې ته ور دننه شئ! په تېرو څو ورځو کې يې د افغانستان اړوند تر شل ډېر پوسټونه کړي. کوښښ کوي چې د ځان سپيناوی وکړي. له ډېرو پوسټونو يې د اشرف غني سره عقده او غوسه له ليرې برېښي. د هر پوسټ په کمينټونو کې خپلو عامو امريکايانو سخت ښکنځلی هم دی. ډېرو ورته ليکلي؛ مونږ بد کړي چې رايه مو درکړې، بل ځل رايه به ونه وينې چې ريس جمهور شې‌. د بايډن خبرې به هم ټولو ليدلی وي چې ويل يې؛ اشرف غني دوه اونۍ مخکې ماسره په امريکا کې ژمنه وکړه چې زه جګړه کوم، خو دی وتښتېد. د امريکا د بهرنيو چارو وزير دوه ځله په مختلفو ويناوو کې وويل چې غني مونږ سره ژمنه کړې وه چې تر وروستۍ مرمۍ به جګړه کوم، خو دی وتښتېد. ټرامپ هم څلور ورځې وړاندې غوسه و، رسنيو ته يې وويل؛ ما په اشرف غني پخوا هم باور نه کاو، چې زما د ليدنې لپاره امريکا ته راغلی و؛ ټوله ورځ يې زمونږ د سناتورانو تر مينځ منافقتونه کول، زما پر وړاندې يې درول.

که بيخي يې لنډ ووايم، درانه غني په خپله تېښته درې ګټې وکړې؛ 

امريکا يې د تاريخي پلوه په افغانستان کې د ماتې په نامه ثبت کړه. 

د افغانستان د ښارونو د سېځلو او ورانولو مخنيوی يې وکړ. د لا ډېرې او بې ګټې افغان وژنې مخنيوی يې وکړ.

بله خبره دا چې، غني د افغانستان حکومت هم په ډېره ځيرکتيا ور تسليم کړ. ژر ونه تښتېد، ځکه که دی له وخت وړاندې تښتېدلی وای؛ امروالله صالح ريس جمهور کېد او هغه ټولو ته مالوم هم دی چې؛ بيا به يې تر وروستۍ مرمۍ د خپل واک د بقا لپاره جګړه کوله. هغه پلان چې د افغانستان د ورانولو امريکا، برتانيې او پنجاب لاره؛ کاملآَ يې په شعوري يا غير شعوري ډول ورته عملي کاوو، خو غني تر وروستۍ شېبو پاته شو. هر ولايت يې ور تسليم کړ، حتا تر کابل يې هم را دننه کړل، بيا ولاړ. که غني غوښتي نه وای؛ ط البان به هيڅکله پر بشپړ افغانستان د زور د ليارې حاکم شوي نه وای. په دې ط الب مشران هم پوهېږي. د خوست زړور ولس چې په جمهوريت له سر هم تېر ول؛ ايا ط البانو په زور نيولی شوای؟ د ننګرهار هوښيار ولس چې همېش د نظام تر څنګ پاته شوي؛ ايا ط البانو په زور نيولی شوای؟ کابل يې نيولی شوای؟ نه، هيڅکله نه. مزار کې يې په عطا او دوستم هم لياره جوړه کړې وه، غني غوښتل چې د تېرو ټولو ناندريو غچ ورڅخه واخلي، خو بچ شول‌. هغوي په حکومتي امکاناتو ډاډه و، خو درانه غني وختي تسليم کړي و.

هغه پلان چې امريکا، برتانيې او پنجاب لاره چې د حکومت او ط البانو په خپلمنځي جګړه کې به افغانستان وران شي؛ غني له مينځه يووړ. تر څو چې دوی بيا ځل د افغان وژنې او افغانستان ورانونې ستراتيژيانې جوړوي؛ افغانان او افغانستان به آرام وي. په دې پوهېږو، پاکستان پر ط البانو نفوذ لري، خو دا چې څومره نفوذ لري؟ هيڅوک يې دقيق درک کولی نه شي. خو د ط البانو د راتلونکو کړنو څخه وروسته پوهېدلی شو. که ط البان هڅه او ځيرکتيا وکړي؛ د پاکستان تر نفوذ ځان خلاصولی شي، دا جوړ افغانستان هم له ورانولو ژغورلی شي.

دیوه خپلواک ودان افغانستان په هیله ،