د افغاني رسنیو شل کلن مزل:

د افغاني رسنیو شل کلن مزل:


  • 3 اونۍ دمخه (31/12/2021)
  • عزت‌الله خاطر
  • 89

فکري آزادي او نظر څرګندول هغه پدیده ده چې د یوه هېواد افراد یې په یوه مالومه جغرافیه کې د خپلو شخصي، ملي او نړیوالو ګټو د ترلاسه کولو او خوندي ساتلو لپاره کاروي څو له فکري غلامۍ خلاص او له نورو بهرنیو عصري او پرمختللو ټولنو سره همهاله د پرمختګ پولې رالنډې او خوبونه یې په حقیقت بدل شي. رسنۍ د دغه پرمختګونو لومړنۍ دروازه او راز دی چې خلکو ته د دې زمینه برابروي، تر څو خپل غږ د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره لوړ او د ټولنې نظریات او غوښتنې د مسؤلو اشخاصو تر منځ تبادله او ممکنه حل لارې ورته برابرې شي.

 

دا چې اصلي هدف راڅخه پاتې نه شي نو راځم په هغو مسایلو بحث کوم چې زمونږ افغاني رسنۍ يې له سانسوره وويستې او نه بېساری پرمختګ یې وکړ.

 

دا ټکي په ترتيب سره لاندې څېړو: 

 

۱ ـ د نظام سیاسي بدلون او اختناق

 

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو واکمنیو او زبرځواکو بهرنیو لښکرو شاهد پاتې شوی چې مختلف حالات ترې مونږ تجربه کړي او د یوه درس په ډول یې تاریخ په لیکلي او شفاهي ډول تکراروي او دا لړۍ یې همداسې راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي. کله چې په ۱۳۷۵ هـ ل کال د میزان پر ۶/۵ نېټه طالبان واک ته ورسېدل، د تصور خلاف بندیزونه او محدودیتونه زمونږ پر ولس او ټولنه ولګېدل چې پر خلکو یې ژوند سور تنور کړ. په دغه دوره کې بېلابېل بندیزونه پر خلکو وضع شوي وو چې له جملې  یو هم رسنیزه برخه وه چې تر سانسور لاندې راغله او آزادي یې تر ډېره سانسور شوه. په دغه دوره کې زیروح انځور، موسیقي او وسایل یې لکه تلویزون، راډیو … ټول بند شول پرته له څو چاپي خپرونو چې هغه هم د حاکم قشر ته نظر لاندې بوختې وې.

 

دغه دوره د رسنیو لپاره د تاریخ تر ټولو بدرنګه او تیاره دوره ځکه وه چې رسنۍ په کې بندې او یا خو له منځه یوړل شوې. کله چې د طالبانو دوره ختمه او پر ځای یې مؤقته او انتقالي اداره رامنځ ته شوه، رسنیو بدلون وکړ او په ډېر کم وخت کې رسنیو د آزاديو غږونه پورته او ګڼ شمیر رسنیو پر فعالیت بیا ځلي یا نوی پیل وکړ.

 

۲ ـ مصنوعي اقتصاد

 

د طالبانو حکومت له ړنګېدو سره سم یو شمیر بهرنیو ټولنو افغانستان ته د بې شمېره مرستو لړۍ را پیل کړه چې رسنۍ یې هم برخمنې ګڼل کېدې او نشراتي پروسه لا پسې ګړندۍ شوه. په دغه دوره کې لومړنی تلویزون ( افغان تلویزون) نومېده چې په ازاد ډول یې نشرات پیل کړل. ورپسې بل رنګه تلویزون طلوع نومېده چې د امریکا متحده آیالتونو د پرمختایي ادارې USAID د یو نیم میلیون ډالرو په مرسته یې په نشراتو پیل وکړ چې وروسته یې خپلې شخصي سرچینې پیاوړې او لا یې پرمختګ وکړ.

 

۳ ـ د افغان ژورنالیستانو ټولنو جوړېدل

 

د ژورنالیستانو د ټولنو منځ ته راتګ بل هغه عامل ؤ چې د رسنیو د پیاوړتیا سبب شو او پرمختګ یې وکړ لکه د افغان ژورنالستانو ټولنه، د افغان خبریالانو د حقوقو خوندیتوب ټولنه او داسې نورې مربوطه ټولنې جوړې شوې چې په دغه شل کلن هسک مزل کې یې د رسنیو ملا ور وتړله.

 

۴ ـ د ټولنې د عمومي ظرفیت لوړتیا

 

طبعاً کله چې نظام بدلون مومي، بیا هغه ډول نظام چې خبره کول په کې جرم بلل کېده، تر ختمېدو وروسته خلک د دې لېواله ؤ چې آرام ژوند وکړي او د ټولنې او طبیعت ضرورتونه وپېژني، ترڅو ستونزې یې ورحل کړي. دغه عمل د رسنیو د پرمختګ او تشویق لارې لا پسې رڼا کړې او مخ پر لوړېدو شوې.

 

۵ ـ د رسنیو د قانون منځ ته راتګ

 

د ۱۳۸۳ ل کال اساسي قانون تر راتګ وروسته چې د رسنیو اړوند په کې واضح راغلي ؤ .

 

(د بیان آزادي له تیري څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو سره په رعایت څرګند کړي). د دې زمینه برابره کړه چې رسنۍ دې د یوه منظم او مشخص قانون څښتنې شي او د شته را ولاړېدونکو ستونزو حل لارې او مخنیوي پرې وکړي.

 

د افغان رسنیو قانون چې په ۱۳۸۷ ل کال کې چې ولسي جرګې د یو لړ بدلونو سره پاس کړ، په ۴۳ مادو کې یې د رسنیو لپاره قوانین وضع کړي څو د هر موجوده خنډ پر وړاندې دفاع وکړي او مخکې تګ وکړي. د رسنیو قانون د فکر او آزادۍ دودول، د ژورنالیستانو حقوقو د دفاع او هغه موضوعات چې د رسنیو مربوط ګنل کېږي صریح بیان کړي دي چې د ډېر پوهېدو لپاره باید د رسنیو قانون ولوستل شي.

 

پورته ذکر شوي عوامل هغه څه ؤ چې افغاني اوسنۍ رسنۍ یې تر هسکو منارو ورسولې او چټګ پرمختګ یې وکړ.