د امریکا بهرنیو چارو وزارت: له ضرورت پرته افغانستان کې پاتې کېدو ته لېواله نه‌یو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: له ضرورت پرته افغانستان کې پاتې کېدو ته لېواله نه‌یو


  • 1 مياشت دمخه (24/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 308

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ځواکونو په حضور په اړه ویلي، چې له اړتیا پرته په افغانستان کې پاتې کېدو ته هېڅ‌راز لېوالتیا نه‌لري. 

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، چې دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي. 

د نوموړي په خبره، هڅه کوي، چې د لېږد او تخلییې ماموریت نور هم چټک شي؛ څو تر ممکنه حده لوړ شمېر کسان ولېږدوي.  

هغه دغه‌راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې همدا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان وځي او هوايي ډګر به تخلیه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ یو طالب چارواکي بهرنیو رسنیو ته ویلي و، چې که تر ټاکلې نېټې وروسته یو امریکایي سرېتری هم پاتې وي؛ نو دوی به هېڅ‌کله هم د نوي حکومت چوکاټ اعلان نه‌کړي.