بایډن: هیله لرم، چې له افغانستانه د لېږد بهیر د اګست تر پایه بشپړ شي

بایډن: هیله لرم، چې له افغانستانه د لېږد بهیر د اګست تر پایه بشپړ شي


  • 8 مياشتي دمخه (23/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 473

د امريکا ولسمشر جو بایډن وايي، هيله مندي شته چې له افغانستانه ټول امریکایي وګړي د اګست مياشتې تر پايه پورې وباسي.

بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هیله لري چې دغه نېټه ونه غځول شي او ووینو، چې څه کولای شو ځکه لا ډېره اوږده لار پاتې، چې ښایي ډېر څه د توقع خلاف پېښ شي.

بایډن وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو یو چارواکي امیر خان متقي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې امریکا د خپل ټول قوت او امکاناتو سره - سره په هوایي ډګر کې د نظم پر راوستلو نه‌ده بریالۍ شوې‌ده. 

په همدې حال کې ځينې امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې له افغانستانه د زرګونه وګړو اېستل ښایي ډېر وخت ونیسي.  

د مالوماتو ‌له‌مخې، چې امریکا اوس‌مهال د نظامي الوتکو سربېره له خپلو ملکي او تجارتي الوتکو هم غوښتي؛ څو په افغانستان کې د ماموریت په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.

امریکا وایي، د تېرې اوونۍ راهیسې، چې طالبانو کابل نیولی، شاوخوا ۲۸ زره کسان له افغانستانه په الوتکو کې ایستل شوي او لا هم ۱۵ زره امریکایي اتباع او د ۵۰ او ۶۰ زرو پورې افغان همکاران پاتې چې باید واېستل شي.