د افغانستان بریښنا شرکت له ازبکستان څخه د بریښنا صادرات لوړوي.

د افغانستان بریښنا شرکت له ازبکستان څخه د بریښنا صادرات لوړوي.


  • 1 کال دمخه (10/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 528

د افغانستان بریښنا شرکت وایي،  ازبکستان سره یې د خپلې وارداتي بریښنا کچه لوړه کړې.

یاد شرکت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له ازبکستان سره یې د بریښنا په اړه اوږده بحثونه کړي او دې پایلې ته رسیدلي، چې ازبکستان به افغانستان ته د خپلې صادراتي بریښنا کچه لوړوي.

ازبکستان به افغانستان ته په لومړي سر کې ۳۰۰ میګاواټه بریښنا او وروسته به ۴۵۰ میګاواټه بریښنا ورکوي.

افغانستان بریښنا شرکت په داسې حال کې له ازبکستان څخه د بریښنا د واردولو خبره کوي، چې لاهم په افغانستان کې په دغه شرکت نیوکې دي، چې د بریښنا په مدیریت کې پاتې راغلی.