ننګرهار ته د ښوونکو ۴ زره نویو بستونو تشکیل منظور شو.

ننګرهار ته د ښوونکو ۴ زره نویو بستونو تشکیل منظور شو.


  • 4 مياشتي دمخه (24/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 474

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې کړې ژمنې سره سم ننګرهار ته د ۴ زره ښوونکو نویو بستونو تشکیل منظور کړ.

د ننګرهار د پوهنې رئیس  حسیب الله شینواري، سمسور نیوز ته په خبرو کې وویل، په ننګرهار ولایت کې شا او خوا یومیلیون زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ښوونکو اوسنی تشکیل ورته بسنه نه کوي، هغه وویل زموږ د محاسبې له مخې د ننګرهار ولایت ښوونځیو لپاره ۵ زره نور تشکیل ته اړتیا ده، ترڅو د ښوونکو د کمښت خلا ډکه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ننګرهار له والي هم مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې خپلې ټولې هڅې وکړې او همداشان یې ډاډ ورکړ، چې هڅه به وکړي، تر څو د ننګرهار ولایت کې د معارف په برخه کې شته ستونزې په مکمل ډول له منځه یوسي.

شینواري دغه راز وویل، چې د یاد تشکیل ډېره برخه به ښځینه ښوونکو ته ځانګړې شي، ترڅو نجونو ته د زدکړو مطمین چاپیریال رامنځته شي.