تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 4 مياشتي دمخه (01/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 277

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په مخامخ نښتو، چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۵۴ طالبان وژلي او ۹۷ تنه نور یې ټپيان کړي دي او همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

 

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي، چې په یاده موده کې د طالبانو ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه، چې د هېواد په مختلفو سیمو کې یې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

 

د یادولو ده، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد په غزني، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، کندز، بغلان، کابل او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.