د بیکیسار شعرونه په ډنمارکي ژبه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شپون
  • 1405

پرون د فبروري د میاشتې پر ۱۸ نیټه د مازیګر پر ۷ بجو د ډنمارک د پلازمينې د کوپنهاګن د ښار د وسته برو د سیمې د کمون (ښاروالۍ) لخوا ډنمارکي ژبې ته د ښه شاعر ښاغلي عبدالمالک بیکسیارد شعرونو  د ژباړې د جونګ  تود هرکلی وشو . زمړو خبریال خبر راکوي چې په پیل کې د نوموړي کمون یوې استازې د یوې لنډې وینا په ترڅ کې د پښتو شعر پر ارزښتونو او له هغې ډلې د ځوان شاعر ښاغلي بیکسیار د شعرونو پر بېلا بېلو اړخونو څرګندونې وکړې، هغې وویل : دا لومړی ځل دی چې دلته په ډنمارک کې د یو افغان شاعر  په دومره کچه  یو جونګ په ډنمارکي ژبه خپریږي .ورپسې د بیکسیار د شعرونو ژباړن ښاغلي  (اوله لوله لند  ) د یوۍې وینا په ترڅ کې ډېره خوښي څرګنده کړه چې د نړۍ د یو داسې لرغوني ، متمدنه او ادب پالونکي  قام ( پښتون قام ) د کلتور او ادب له لوی دریاب څخه د یوې قطرې په راژباړلو او د ډنمارک ولس ته دهغې د وړاندې کولو جوګه شوی  ، نوموړي بیکسیار د خپل پلرني ټاټوبي او مورنۍ ژبې یو غوره او خوږ ژبی کلتوري استازی و ګڼه او د هغه د زیار او هاند ستاینه یې وکړه .بیا ددغه شعري جونګ له شاعر ښاغلي عبدالمالک بېکسیار څخه وغوښتل شول چې راغلو مېلمنو ته  د خپل دغه اثر او په ټولیزه توګه د خپل شعر  په هکله څه څرګندونې وکړي .ښاغلي بېکسیار  راغلو مېلمنو ته له هرکلي وروسته  وویل چې (( ....زما او د ښاغلي اوله لوله لند پېژندګلوي ډېر کلونه پخوا شوې خو ښه مې په یاد دي چې هغه په لومړي ځل کتو کې ما ته وویل : زه صوفي یم ، د پښتنو خوشال بابا ، رحمان بابا او رباب پېژنم او ورسره مینه لرم ، همدا خبره زما او د ښاغلي اوله لوله لند د پېژندګلو بنسټ وګرځېده ،هغه له آسیایي هېوادو او د آسیا د خلکو له کلتور سره هم بلدتیا لري او هم مینه ، افغانان یې ډېر خوښ شوي ، او د پښتو شعر تاریخ ورته ښه مالوم دی . ښاغلي بېکسیار زیاته کړه ، زه له نوموړي څخه د زړه له کومې مننه کوم چې زما د شعرونو په ژباړه او ددغه کتاب په خپرولو کې یې راسره ډېره مرسته وکړه . له دې وروسته  ښاغلي بېکسیار خپل لس شعرونه په پښتو ژبه واورول او ښاغلي ژباړه همدا لس شعرونه په ډنمارکي ژبه حاضرینو ته  وړاندې کړل .زموږ خبریال زیاتوي  وروسته له دې چې یوشمېر حاضرینو بېکسیار  ته د ګلانو ګېدۍ ډالۍ کړې په ډنمارک کې مېشت فرهنګپال ښاغي فرهاد سادات د بېکسیار یو شعر  راغلو مېلمنو ته ولوست چې  حاضرینو  په پرله پسې  چکچکو يې هرکلی وکړ .بیا افغان لیکوال او ژورنالیست  ښاغلي یوسف هېواددوست  د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  وویل : په ډنمارکي ژبه د یو پښتون شاعر د شعرونو خپرېدل ددې زېری راکوي چې اوس نو په بهر کې افغان فرهنګیان تر بل هر وخت زیات دې اصل ته متوجه شوي چې باید نړېوالو ته د ګران افغانستان دادب او تاریخ  په ورپېژندلو کې مخکښ و اوسي ، همدا وجه ده چې  له هرې خوا بیکسیار صیب ته د مبارکۍ پیغامونه راخي او موږ یې دلته وسیله کیږو.هیله ده دغه شان آثار د نړۍ په نورو ژبو هم زیات شي .خبر زیاتوي چې وروسته بیا د نوموړي کمون استازي راغلي مېلمانه د افغانستان د خوږ ژبي سندربول ښاغلي  دلسوز کنسرت  ته راوبلل .ښاغلي دلسوز او ملګرو يې په همدې مناسبت د افغاني موسیقۍ ډېرې غوره بېلګې مېلمنو ته وړاندې کړې چې په تېره بیا د ډنمارکي مېلمنو لخوا یې خورا ښه تود هرکلی وشو . د محفل په پای کې ښاغلي عبدالمالک بېکسیار زموږ خبریال سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې : څه موده مخکې دده او د ښاغلي اوله لوله لند  په ګډ زیار  دلته په ډنمارک کې  افغاني ادب د تعلیمي نصاب  لړ ته د راوستلو لپاره ډېر غوره هڅې شوي او په اړه یې د یو شمېر افغاني  شاعرانو شعرونه هم په یو کتاب کې چاپ شوي چې تفصیل به یې وروسته بیا له رسنیو خپور شي .