نړۍوال بنسټونه: طالبان دې په افغانستان کې روانه جګړه  ودروي

نړۍوال بنسټونه: طالبان دې په افغانستان کې روانه جګړه ودروي


  • 1 مياشت دمخه (24/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 176

د امریکا او اروپایي ټولنې په ګډون د ځینو نړیوالو بنسټونو استازو له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره بنده او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.
د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې او د برېټانیا استازو په یوې غونډه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او دوحه کې د افغان‌سولې خبرو پر بهیر او د تاوتریخوالي په سملاسي بندولو ټینګار کړی دی.
دغو هېوادونو او بنسټونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغانستان سره د دایمي ملګرتیا ژمنه کوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر له نږدې څاري.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغانستان خلکو ډېره موده په شخړو کې تېره کړې او په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د بشر ضد تاوتریخوالي اندېښمن کړي، په خبره یې چې نور د افغانستان خلک دغه تاوتریخوالي سخت ځپلي دي.
دوی ټینګار کړی، چې دوی به په افغانستان کې د هېڅ هغه دولت ملاتړ ونه کړي او هر ډول اړیکې به ورسره پرې کړي، چې د زور له لارې ترلاسه شوی وي.