غني: پر خبریالانو برید بشري جنایت او نه بښونکی عمل دی

غني: پر خبریالانو برید بشري جنایت او نه بښونکی عمل دی


  • 3 کاله دمخه (10/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1063

ولسمشر محمد اشرف غني پر خبریالې ملالې میوند برید په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې یې ده، زموږ رسنۍ او خبریالان چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو  په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی.

ولسمشر غني وویل، د جهل او وحشت لارویان د دغه وړ وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د افغانانو مسلم حق او زموږ د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نشي محدودولی او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ولسمشر اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي.