د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره لیدلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره لیدلي


  • 3 مياشتي دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 190

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل چینايي سیال وانګ یي سره لیدلي دي.

په دې ليدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې په روان وضعیت او افغان سوله خبرې اترې شوي دي.

د چين د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې ملاتړي دي او په افغانستان کې به د سولې د راتګ لپاره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

وانګ یي ویلي د طالبانو لپاره یو زرین فرصت په لاس ورغلی باید د سولې له بهیر سره یو ځای شي او روانه جګړه ختمه کړي.

حنیف اتمر هم په افغان سوله کې د چین رول مهم بللی او یادونه  یې کړې چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.