نامالومه وسله والو ننګرهار کې شپږ تنه واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اړولې.

نامالومه وسله والو ننګرهار کې شپږ تنه واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اړولې.


  • 5 مياشتي دمخه (15/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 248

ننګرهار ولایت کې نن سهار د ناپېژانده وسله‌والو له‌لوري په بېلا بېلو پېښو کې شپږ تنه واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون مسؤولینو رسنیو ته ویلي، لومړۍ پېښه د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یو تن واکسیناتور وژل شوی دی.

د مسؤولینو په وینا، دویمه پېښه د همدې ولسوالۍ په کږې بازار کې شوې چې په ترڅ کې یې یو تن واکسیناتور وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې درېیمه پېښه په سره رود ولسوالۍ کې شوې، چې په کې دوه واکسیناتوران وژل شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې ورسره هممهاله څلورمه پېښه د جلال اباد ښآر په درېیمه ناحیه کې وشوه، چې پر مهال یې تنه دوه واکسیناتوران ټپیان شوي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، چې په دغو څلورو واړو غبرګو بریدونو کې څلور تنه واکیسناتورانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی او دوه نور هغه یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایتي ادارې هم یاده پېښه تائید کړې او په خبره یې چې اړونده ارګانونو یې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

باید وویل شي، چې تر اوسه د دغو پېښو مسؤولیت لا هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. 

د مسؤولینو په حواله، چې اوسمهال په دې ولایت کې د واکسین وېش بهیر په ټپه ولاړ دی.