تخار کې د هوایي بریدونو پرمهال ۳۸ طالبان وژل شوي

تخار کې د هوایي بریدونو پرمهال ۳۸ طالبان وژل شوي


  • 2 مياشتي دمخه (14/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 213


نن له غرمې وروسته، افغان هوایي ځواکونو د تخار ولايت مرکز تالقان، ابدال، نهرچمن او کنجک سرایسنګ اړوندو سیمو  کې طالبان په نښه کړل، چې په پایله کې ۳۸ طالبان ووژل شول او د یو مهم قوماندان قیوم د صوفي زوی په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادو هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو ۲موټر، ۱ دهشکه یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو تر اوسه  په اړه رسنیو څه نه دي ویلي.