منظور پښتین: که پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرې نه ږدي؛ نو تبا به شي

منظور پښتین: که پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرې نه ږدي؛ نو تبا به شي


  • 2 مياشتي دمخه (17/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 255

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې افغان چارو کې د پاکستان لاسوهنه به پاکستان برباد کړي.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي د پاکستان لاسوهنه په افغان چارو کې پخوا هم سیمه له بربادۍ سره مخ کړې وه او اوس هم دا پایله درلودلې شي.

پښتین زیاته کړې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه یوازې د کرښې پورې غاړې ته زیان رسولی؛ بلکې د کرښې دې غاړې ته یې هم زیان رسولی دی.

منظور پښتین دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني د ازبکستان په پلازمینه کې هم تېره ورځ پاکستان د طالبانو ملاتړی بللی وه.