طالبان د ولسي خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي

طالبان د ولسي خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي


  • 3 مياشتي دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 283

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري وایي، چې وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند په نواباد او توحید اباد سیمو کې ځایي خلک په زوره له کورنو اېستلي او بیا یې د هغوی په کورونو کې مورچلې جوړي کړي او د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي. 

دا په داسي حال کې ده ،چې په غزني کې د کمانډو ځواکونو قومندان هم په یو ویډیویي پیغام کې ویلي ،چې د دوی عملیات د غزني ښار اړوند ځکه پڅ روان دي ، چې طالبانو د ملکي خلکو په کورونه کې سنګرونه جوړ کړي او له همدې امله ور باندې هوایي عملیات هم نه‌شي کېدای.

له بل اړخه بیا یوې سیمه‌ییزې سرچینې سمسور نیوز ته وویل ،چې د غزني اړوند په پښتون اباد سیمو کې هم وسله والو طالبانو ځایي خلکو ته ویلي چې له خپلو کورونو دې ووځي.

دا په داسي حال کې ده چي نړیوالو بشري ټولنو په وار وار له طالبانو غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو له کورونو دې د سنګر په توګه استفاده نه کوي.