افغان او طالب مرکچي پلاوي ته یو ۹ ماده ییز خط سپارل شوی

افغان او طالب مرکچي پلاوي ته یو ۹ ماده ییز خط سپارل شوی


  • 9 مياشتي دمخه (11/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 415

سمسور(یکشنبه د وري ۲۲) قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له خوا د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوي ته د استانبول غونډې په اړه یو لیک رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې یاد لیک د ګډو اصولو په نومو نومول شوی، چې ۹ مادې لري او موخه یې د استانبول له غونډې وړاندې د مهمو ټکو په اړه د مرکچې ډلو هوکړې ته رسېدل دي.

یاد لیک د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته شاوخوا ۴ ورځې وړاندې رسېدلی؛ خو د ملګرو ملتونو په شمول امریکا، قطر او ترکیې له ۹ مادو مشتمل دا لیک، د وري میاشتې په ۱۵ دواړو مرکچي ډلو ته سپارلی و.

دګډو اصولو په نامه دې لیک کې پر اوربند، ټول شموله حکومت، د بشر حقونو، په ځانګړي ډول د مېرمنو په مساویانه ګډون، له ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو سره په دوستانه اړیکو او همداشان پر دې ټینګار شوي، چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي.

د یاد لیک په اړه د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو نظریات هم راخیستل شوي، چې افغان مرکچي پلاوي د دې اصولو په اړه، پر اسلامي نظام او ملي یووالي ، د ټاکنو له لارې د واک لېږد، د ګاوڼدیو او سیمې هېوادونو له‌خوا افغانستان ته د ترهګرو د لېږلو مخنیوی او پر یوې داسې سولې ټینګار کړی، چې د بلې جګړې پیل به نه وي.

باید یاده شي، چې د بهرنیو چارو وزارت هم د یاد لیک ور رسېدل منلي او زیاته کړې یې ده، چې په دې تړاو یې خپل نظریات له کوربه هېواد او ملګرو ملتونو سره شریک کړي دي.