کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۲ کسانو ژوند واخیست

کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۲ کسانو ژوند واخیست


  • 6 مياشتي دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 310

روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا یو زر او ۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶۲ تنه مړه شوي دي.

په همدې موده کې له یادې ناروغۍ یو زر او ۶۲ تنه بېرته روغ شوي دي.

د یادو پېښو په ثبتېدو سره په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۳۰ زره او ۱۱۳ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په هېواد کې له یادې وژونکۍ ناروغۍ ۵ زره ۴۷۷ کسان تر اوسه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کوي، چې ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو په دې وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.