تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي، ۱۳۷ ټپیان شوي او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي، ۱۳۷ ټپیان شوي او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي


  • 2 مياشتي دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 93

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۴۸طالبان ووژل شول ۱۳۷ ټپیان شول او ۱۲ نور ژوندي ونیول شول.

همداراز د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دې په خواکې ۴۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر،کندهار، فاریاب، بلخ، هلمند، کندوز، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.