ولسمشر غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی.

ولسمشر غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی.


  • 3 مياشتي دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 267

د ولسمشر غني په مشرۍ د کرونا درېیمې څپې په اړه جوړه شوې غونډه کې خلکو ته د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرولو په لومړیتوب او د اکسېجن د مدیریت په اړه بحث شوی دی.

د ارګ د مالوماتو پر اساس، ولسمشر غني د شته امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له امله د ډاکترانو او روغتیاپالانو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.

د هېواد ولسمشر وایي، ولس دې ډاډ ولري، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د کرونا درېیمه څپه تر اوسه په ښه ډول مدیریت شوې او اوسني او راتلونکي ټول تصامیم د علمي اساساتو او تېرو تجربو پر اساس نیول کېږي.

ولسمشر غني د کرونا واکسین عادلانه وېش ته په اشارې زیاته کړې،  لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. 

د ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د درېمې څپې پېښې مخ په زیاتېدو دي، چې له کبله یې په ورځني ډول شاوخوا دوه زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته کېږي او یو شمېر ترې خپل ژوند هم د لاسه ورکوي.

د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۸۲ کسان مړه شوي او ۱۳۸۴ نور پرې اخته شوي دي.