جو بایډن: د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ درېږو

جو بایډن: د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ درېږو


  • 4 مياشتي دمخه (07/06/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 244

دامریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ګوري، خو په خبره یې د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ درېږي او د ولسواکۍ له ارزښتونو به دفاع کوي. 

جو بايډن همداراز زیاته کړې، ولسواکي د امریکا او ددغه هېواد د متحدینو لپاره ستر ارزښت ده او ټول به په ګډه ددغه ارزښت ساتنه کوي. 

باید وویل شي، چې جو بايډن تر دې وړاندې ویلي وو، چې روسیې ته به د ولسواکۍ او بشري حقونو د نقض اجازه ور نه کړي.