امریکا له ترکیې سره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب په اړه خبرې کوي.

امریکا له ترکیې سره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب په اړه خبرې کوي.


  • 3 مياشتي دمخه (14/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 266

‏د امریکا د ملي امنیت سلاکار، جیک سلیوان ویلي، ولسمشر جو بایډن به د دوشنبې په ورځ بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب په اړه خبرې اترې وکړي.

له بلې‌خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هیواد یې چمتو دی ترڅو د له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوایي ډګر د ساتنې مسؤولیت واخلي.

نوموړي ویلي، بایډن ورسره په دې تړاو غږېدلی او ترکیه دې ماموریت ته تیاره ده. 

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی و، که ترکي عسکر د کابل نړیوال هوایي ډګر ساتلو په موخه راشي؛ نو دوی به پرې بریدونه وکړي.