ترکمنستان ته د طالب پلاوي سفر

ترکمنستان ته د طالب پلاوي سفر


  • 11 مياشتي دمخه (06/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 268

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې مذاکراتي پلاوي د ترکمنستان په بلنه یاد هیواد ته سفر کړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې یاد پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو، سیاسي بدلونونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي ایران ته سفر کړی وو او د عباس ستانکزي په مشرۍ بلې ډلې یې روسیې ته سفر کړی وو.

مسکو او تهران ته د طالبانو تللو پلاویو په خبري ناستو کې د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه وکړه چې دغه څرګندونې یې له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو پر مذاکراتي پلاوي له دې امله چې د سولې خبرو په برخه کې بهانې کوي سختې نیوکې وکړې.