افغان ځواکونو لوګر کې ۱۸ طالبان وژلي

افغان ځواکونو لوګر کې ۱۸ طالبان وژلي


  • 2 کاله دمخه (11/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1165

تېره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز، خروار او محمد اغې ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۸ طالبان وژل شوي او د ۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۵ تنه نور ټپيان دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې دطالبانو ۲ موټر، ۳ موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

بل طرف بیا طالبانو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.