نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1239

زما همکار محب الله رحیمی چې کله هم ددفتر په دویم پوړ کې د سګرټو لومړنی لوګی کش کړي، نو ورسره جوخت ماته مخ راواړوي، په ډېر ښایسته انداز پوښتنه وکړي: [انډیواله څه خبرې دي].
دا هغه پوښتنه ده چې سل ځوابه او سل دلایله ورته په کار دي، دا په دې وایم چې په دې هېواد کې زر خبرې رواني دي، اداري فساد په کې هغه لویه ستونزه ده چې نړېوال یې ګوته په غاښ کړي دي، ورځ په ورځ د ولایتونو او ولسوالیو د امنیت خرابېدل، چاودنې، بمبارۍ، اختطافونه،  قاچاق  او سلګونه نورې سیاسي دسیسې او معاملې په کې هغه موضوعات دي چې  ټلویزیون او راډیو یې د خلکو له پامه بد کړی، دغسې پوښتنې یوازې ۲۸ کلن ځوان [ رحیمي] سره نه بلکې د افغانستان له ډېرو خلکو سره شته، ځکه چې په دې ورځو کې د ټاکنو کمپاینونه په لږ او ډېر توپیر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روان دي او افغان ولس خپل راتلونکی له راتلونکو ټاکنو سره تړلی بولي او ددغې نامعلومې راتلونکي په اړه بیلابیلو رسنیو، د سرچوک اوازو او ګڼو نورو سرچینو ته غوږ غوږ دی.
که سړی دحالاتو یو ټولیز جاج واخلي نو دې پایلې ته رسېږي چې افغان ولس ګرم نه دی باید اندېښنه ولري. په داسې یوه هېواد کې چې خلک یې له لوږې خپل ماشومان خرڅوي  او هلته ۲۲۳ ملیونه ډالره په ټولټاکنو په داسې حال کې ولګېږي چې ټاکنې بیا یا مشروعیت ونه لري، یا هم په پایله کې داسې یوه اداره رامنځته شي چې په تېرو اوو کلونو افغانان شکر وباسي، نو بله دروازه به کومه وي چې خلک ترې تېر شي او یوه نسبتاً ارام چاپیریال ته ځان ورسوي.
په اوسني حالت کې خو ولس داسې په دوو کې ایسار پاتې دی لکه انسان چې د پاڼ او پړانګ ترمنځ بند پاتې شي، که رایه نه ورکوي نو نامشروع حکومت به رامنځته ته شي او نا مشروع حکومت به خدای مه کړه هېواد دیوه بحران پر لوري بوځي. که چېرته رایه ورکوي چاته یې ورکړي، د یوه ملي احساس له مخې یې ورکړي او که د مصلحت او حساسیستونو له مخې، ځکه دکاندیدانو په دې ګڼ لیست کې چې ډیری نالوستي خلک به د ټاکنو په ورځ د نومونو د ګڼوالي له امله د عربستان پر ځای ترکستان ته ولاړ شي، چاته سړی رایه ورکړي، په دې کاندیدانو کې کېدای شي یو څو کسان د ولسمشرتوب وړتیا او مهارت ولري، نور نو ډېری په کې داسې کسان دي چې نه دمدیریت هنر او مهارت لري او نه کومه خاصه طرحه او ستراتیژي د هېواد د بې ثباتۍ د سمون لپاره وړاندې کولای شي.
تر اوسه چې کومې غونډې شوي کوم اعلانونه شوي او کومې مناظرې شوي، هغه تکراري خبرې په کې شوي چې ولس ته په کې د یوې ښې راتلونکې هیله نه ښکاري، ځکه تر اوسه یوه کاندید هم داسې یوه منظمه ستراتیژی او پلان ولس ته نه دی وړاندې کړی، چې د هغه د پلانونو او طرحو په لیدلو یو څه فکر وکړي او بیا تصمیم ونیسي، تر اوسه خو یوازې او یوازې د ځان خرڅولو او چوکیو خرڅولو بازار ګرم دی. ما چې تر اوسه پورې کوم کاندید ته د رایه ورکولو په اړه پرېکړه هم نه ده کړې بیا هم راته هره ورځ  په لسګونو ټیلفونونه راځي، یو او بل راته وایي چې باید له یو چا سره خبره وکړو، مانا دا چې خپل ضمیر او خپل وجدان باید خرڅ کړو.  ماته خو یوه پوښتنه دا هم ده چې دې ښاغلیو کاندیدانو دومره پیسې له کومه کړې چې اوس یې پر خپلو پلویانو داسې بې محاسبې خیراتوي، د نورو په اړه به مې معلومات نیمګړي وي خو دښاغلي حامد کرزي ټوله ثبت شوې بودیجه یوازې دده د هغو پوسټرونو لګښت هم نه پوره کوي چې له کانتیننتل هوټل نه تر کوټې سنګې پورې لګېدلي دي. اوس نو دا دومره پیسې له کومه شوې چې بې احسانه یې هر چاته ورکړي. زما په فکر ملت ته د خپلې رښتینولۍ د اثبات به خاطر باید کاندیدان دې پوښتنې ته روڼ او شفاف ځواب پیدا کړي نه دا چې له موږ سره ملي تجاران، دوستان دا او هغه مرسته کوي. له دې ډول خبرو نه بیا هم د همغو زړو ببولالو یانې  سياسي معاملو او ورځني گوزران لپاره د ولس دخرڅونې بوی راځي.  همدا اوس په ډېرو محفلونو او رسنیو کې دا خبره اوړي را اوړي، چې ښاغلي کرزي له ۲۳۲ کسانو سره د وزارتونو ژمني کړي دي، ۹۴۹ تنو سره يې د ولايتونو او له ۱۰۰۰ نورو سره يې د وزيرانو او  مرستيالانو ژمني کړي دي ځینې نور  خلک بیا وایي چې تقریباً ۷۰۰ کسانو ته یې د ولایتونو او ولسوالیو ژمنلیکونه مخکې تر مخکې  ورکړي، حال دا چې موږ په ټول افغانستان کې ۳۴ ولایتونه لرو. دغه ډول وعدې په اصل کې د هېواد د چوکیو نه بلکو د خلکو د ارادې لیلام کول او خرڅول دي.  اوس نو د ولس خوښه ده چې د کاندیدانو په وعدو او ژمنو باور کوي او که ددوی راتلونکو پلانونو او نوښتونو ته ګوري. که چېرې یې په وعدو او یو څو پیسو ځان خرڅ کړ نو بیا دې دولس، د هېواد  اقتصادي ودې او ثبات ته خدای خیر پېښ کړي.