ټولټاكنې اوروښانفكران


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • م. اكبر كرگر
  • 1125

په افغانستان كې دديموكراسۍ اوټولټاكنو يوه نوى تجربه روانه ده تر سره كيږي ۔ خو ددې لوبې اوتجربې سرلارى اومخكښ بيا هم دهيواد روښانفكر ځواك دى ۔ موږ له ډيرو جزياتو نه په دې ليكنه كې تيريږو ۔ يوازې دمطرح كانديدانو په اړوند خبرې كوو ۔ يعنې اوسنى اولسمشر صيب حامد كرزى ۔ دويم داكتر اشرف غني اودريم داكتر عبدالله عبدالله ۔
خو په دې ليكو كې دداكتر عبدالله اهداف دريځ اوماضې جوته ده چې متحده ملي جبهه ٬ دافغانستان ملي اسلامي جمعيت گوند ٬ پخواني جهادي ډلې يي ملاتړ كوي ۔ خو كله چې دروښانفكرانو دريځونه گورو ۔ نو زيات نه زيات دپاتې دوه څيرو پر محور تمركز كيږي ۔
لومړۍ ليكه : دښاغلي حامد كرزي په پلوى
دويمه ليكه :دداكتر صيب اشرف غني احمدزي په پلوۍ ۔
په روښانفكري فرهنگي اكاديميكو زده كړو څيړونكو كړيو كې دپلوۍ اونه پلوۍ خبرې ددغه دوه څيرو په اړوند كيږي ۔ خبره داده چې :
روښانفكر په رښتيني مانا په ټولنه كې دژوند كولو سره په موازاتو كې تل دپيښو اوپوښتنو سره مخامخ دى ۔ دا داسې ټولنيزه پديده ده چې بايد دپيښو اومسايلو سره په مخامخ كېدوكې هم دوينا له پاره اوهم دځواب له پاره څه ولري ۔
اوس چې افغانې ټولنه دطالبانو له راپرزيدلو وروسته داوه كالو په سبا دنويو چلنجونو سره مخامخ ده ۔ ټولټاكنې را نږدې كيږي اودهغو په نتيجه كې به يوه نوى اداره رامنځ ته كيږي نو روښانفكر هم ورته په دوه لارې اويا درې لارې اويا په څو لاري كې ولاړ دى ۔
پيښې اوحوادث ددې سبب كيږي چې ذوقونه اوسليقې ورځ په ورځ ليكې اوصفونه وتړې ۔ يو صف دتيرو ديرشو كالو دجنگ سالارانو دزرو اوپيسو دراټولوونكو ٬ دفاسدې اداري دچلوونكو ٬ دخپلويو اوقومي اړيكو پر بنسټ دولاړو روابطو ليكه ده ۔ چې اوسنۍ مافيا قاچاقچيان ٬ جنايتكاران ٬ لوټماران ٬ ددولتي اوشخصي ځمكو تالانگر د((چور والۍ ))اود((شير چور)) اوسيدونكي اونور په كې را ټول دي ۔ دوى سره ډير كلك وحدت اويووالي لري ۔ نه ماتيدونكى يو والي لري ۔ داځكه چې دمونتسكيو خبره چې : (( ويره داستبداد سبب كيږي ۔ ))دوى په دې پوهيږي چې كه چيرې يو بل داسې سور سترگې اوسركشه ځواك واك ته ورسيږي چې دحساب كتاب زړه ولري نو دچا خبره چې نه خو به (( ناصر خان وي اونه به يي سره اوښان ۔)) خلك اوملت به ددې ټولو جناياتو اوغلا حساب كوي ۔ ددې ليكې پر سر كې اوسنى واكمن اوارگ سالاران ولاړ دي ۔
دويمه ليكه : لكه چې په سر كې ورته اشاره وشوه هغه ده چې ساده فرهنگيان ځوانان ٬ بيوزلي ٬كډوالۍ وهلي ٬ دشهيدانو وارثان ٬ بې كوره اودرپه دره افغانان دپوهنتونونو اوليسو استادان ٬بزگران دغصب شويو مالونو اومالكيتونو مالكان ٬ دقاچاقو اومافيا له لاسه ځوريدلي ٬ جنگ ځپلي ليكه جوړوي ۔ اوټاكنو ته چمتو كيږي ۔ ددې ليكې په سر كې داكتر اشرف غني ولاړ دى ۔
دلومړۍ ليكې پلويان هڅه كوي چې دپخوانيو جنگ سالارانو ٬مذهبي اوقومي بدنامو مشرانو قوماندانانو د قاچاقو اونيشه يي توكو په كاروبار كې له دخيلو كسانو سره معامله وكړي ۔ هغوۍ ته دڅوكيو اومقامونو په ارزاني كولو اوهديه كولو كې چې داولس مال دى (( از كيسه اى خليفه ببخشند)) صرفه نه كوي ۔
خو ددې له پاره چې ديوه دولت په توگه دمعاصرې نړۍ دمعيارونو له مخې كار دكار اهل ته وسپارل شي ۔ دمسلك ٬ زده كړې ٬ تجربه اوتخصص په پام كې ونيول شي ۔ داستخدام اوگمارلو په برخه كې دسيالۍ اوغوره كولو له متود نه كار واخيستل شي سم دواره له ټاكنو څخه دمخه څوكۍ ويشل كيږي ۔ دادماكياول هغه مشهور اصل ياد ته راوړي چې مانايي ده چې : هدف ته درسيدو له پاره بايد له ټولو مشروع اونا مشروع وسايلو كار واخيستل شي ۔ خو تاريخ ثابتوي چې هر هغه هدف چې په غير شريفانه وسايلو تر لاسه كيږي هغه هدف شريفانه اوانساني نه دى ۔ ددې ليكې دپلويانو دټاكنو برى به هم هيڅكله شريفانه نه وي ۔
له بلې خوانه دبيلابيلو ډلو ته دا تنيكي اصل پر اسا س ونډه وركول اودمليت اوقوم په نوم په دولتي دستگاه كې دهغو تسجيل په واقعيت كې دملت جوړيدنې له تاريخې پروسې سره دوښمني ده ۔ دا هغه څه دي چې دلومړۍ ليكې پلويان په ساده توگه فدراليزم اعلان كړي ٬هيواد په صوبو وويشي اوپه قانون كې يې تسجيل كړي ۔ ۔ دا په وقعيت كې دفدراليزم دليكې دپلويانو په پل تگ دى خو په ډيره له ملنډو نه ډك او مسخره ډول ۔
له بلې خوا همدغه سياست د۱۹۹۲ او۱۹۹۶ كال دكابل جنگونه راتداعي كوي چې څرنگه دهيواد مركز په ټاپو گانو وويشل شو ۔ خبره داده كه په هيواد كې يو وړ اولايق اوبا استعداده هزاره وي اودكندهار دولايت مقام ونيسي ۔ چې ښه كار وكړاى شي نو ولې يو بې سواده اوپه نشه يي موادو كې ككړ قاچاقچې دهغه ولايت مقام ته وټاكل شي ۔ كه په پوځ كې يو لايق ٬باستعداده ۔ چست اوچالاك ماهر اودكم وزن خاوند متخصص اوبا تجربه شخص وي نو څه اړتيا ده چې يو بې كفايته تنبل ته دا څوكۍ وركړل شي ۔ داسې ډير مثالونه شته
دپورتنيو خبرو په بنسټ ويلى شو چې كيداى شي دلومړۍ ليكې پلويان ټول ټاكنې وگټي ځكه چې دوى زياتي هلې ځلي اومادي اوباالفعل امكانات لري ۔ (( اوټول شريفانه اوغير شريفانه وسايل په كار اچوي ۔ )) خو دروښانفكر په وړاندې دوه پوښتنې مطرح دي ۔
يو داچې ايا دغه مافيا جمع جنگ سالار جمع دفساد اداره د روښانفكرانو وجدان قانع اوراضي كولاى شي؟ ايا دتطميع عمل كولاى شي دروښانفكرانو خوله چوپه كړي ؟۔ اوايا دا ځواك كولاى شي هغه نظام ته چې دوي يې په راس كې دي اوپه سلگونو ستونزو ته ځواب نه لري مشروعيت وركړي ؟۔ چې نه شې كولاى ٬ بيا به هم همداسې چپر ځاى و او نتيجه به هماغه ((خرك اوهماغه درك وي ۔))
دا ساده خبره نه ده چې دپښتو ژبې وتلي اوياغي شاعر چې هيڅ زور ته يي سر نه دى ټيټ كړى (باري جهاني صيب يادوم ) (( خوشحال ډوله ناره ووهله )) اوروښانفكرانو ته الهام شو چې چاته راى وركړۍ ؟ دكابل بهير وال چې دافغانستان داوسني روښانفكري پړاو د((شكور گلونه)) دي په ډاگه خپل دريځ اعلان كړ ٬ اوداشرف غني صيب په ليكه كې ودريدل ۔ يا دافغانستان نوميالي پوه اواكاديميسن داكتر كبير رنجبر اوڅو نور گوندونو خپله ارزيا بي وكړه اوداشرف غني نه يې خپل ملاتړ اعلان كړ ۔
دا ټول باغروره اووتلي شخصيتونه دي ۔ دوى هيڅكله دداكتر اشرف غني خپلوان ٬ خيل اوټبر نه دى بلكې دوى داصولو خلك دې ۔ اصول يعنې دژوند قانون يعنې دژوند دمطالعاتو برداشت اوپوهيدنه ۔ دوى دافغانستان داوسنې حالت څخه دقيقه اوژوره پوهه لري اوپه دې پوه شوي چې له دې حالت څخه دخلاصون لاره په عملي پروگرام اوكاري ټيم اوهيواد سره په ناپايه مينه كې ده ۔ دا په واقعيت كې دباالقوه اوباالفعل جگړه ده دفساد اوپاكۍ جگړه ده اوكه لږه يي ترخه ووايو نو داهورا اواهريمن جگړه هم ده ۔
دلته دژان پل سارتر يو دريځ راتداعي كيږي چې هغه داسې شننه كوي اووايي دوه ځواكونه چې يو دترقۍ پلوى دى ٬ ځوان دى اودراتلونكې لرونكى دى اوبل زوړ اودترقى ضد دپرمختگ ضد اودانسانيت ضد دى ٬ نو كه تاسو ددواړو ترمنځ ناپيلي پاتې شۍ اوناپييلى دريځ غوره كړۍ نو په واقعيت كې ستاسې دپلويتوب اوبه دترقۍ اوپرمختيا ضد ځواك په ژرنده ورسميږي اوپه واقعيت كې تاسې دهغه پلوي كوۍ نو اوس په هغه روښانفكرانو ده چې لاوس هم فكر كوي اويا په فساد كې غرق دي ۔
دلومړۍ ليكې دپلويانو تعبيرات څه دي ؟

ددوى وايي يا دلومړي خط پلويان دادلايل لري چي امريكا دښاغلي كرزې پلوي ده۔ په تيرو اوه كالو كې دكرزى اداري په هيواد كې ډير كار كړي دى ۔ كرزى داوسنۍ اداري مشر دى واليان اوريسان اومشران دهغه له خوا ټاكل شوي نو له دې امله كرزى ټاكنې گټې ۔ نو بايد دكرزي پلوي وشي ۔
ځينې وايي كرزى دپاكستان سره سازش كولى شي ٬ له ايران سره سازش كولى شي ۔ اوگاونډيو هيوادونو ته دمنلو وړ دى ۔
خو يوشمير كسان داسې هم دې چې له ډيره ښه اوزړه سوى له نيته ددواړوليكو سازش اوروغه جوړه غواړي اووايي چې دافغانانو رايي بايد ونه ويشل شي ۔
خو دروښانفكري رسالت مساله په دې پورته ټولو مسايلو خاوري اړوي بلكي هغه دروښانفكر په وړاندې تاريخي مسووليت مطرح كوي ۔ افغانستان له افاقي ليد توگې گورې دافغانستان ستراتيژيكې گټې په پام كې ساتي ۔ دافغانستان دراتلونكو نسلونو ژوند په پام مسووليت احساس كوي ۔
لږ څه ددغه تعبيراتو لنډه توضيح :
۱۔ دې كې شك نشته چې په افغانستان كې اوسني بدلون نړيوالي ټولني راوستى دى ۔ نړيوالي ټولنې پريكړه وكړه چې طالبان بايد دخپلو بشري ضد اعمالو اوترهگري فعاليتونو سزا وويني ۔ نو افغانستان په دغه پړاو كې داسې هيواد و چې ((زعيم )) يي نه درلود ۔ داداسې بدمرغه هيواد و چې دبرتولت برشت خبره (( بدمرغه ملت چې قهرمان ته يي اړتيا درلوده ۔)) دا قهرمان په دې متن كې ناتو ځواكونه اوب ۵۲ الوتكې وي نه كوم مشخصه څيره اوشخصيت ۔
۲۔دغه ځواكونو خپلې مرستۍ دكانسرو قوطيو دراغورځولو نه پيل كړي ۔ اوبيا چې كله دځمكې سر ته را كوز شول نو هڅه يې وكړه چې په خپله اراده دافغانستان دخلكو باالقوه غوښتنه په پام كې ونيسي اوديوې پرمختللي زيربنا دايجاد له پاره دلويديځو هيوادونو مرستې ولگوي اوپه كار يې واچوي ۔ دافغانستان له پاره دبن دجرگې نه نيولې بيا د دلويو جرگو٬ ټولټاكنو٬ پارلماني ټاكنو اونورو موسساتو دايجاد پوري ټول اوټول كارونه دملگرو ملتونو اونړيوالو موسسو له خوا اودهغو په مرسته وشول ۔ خو كه چيرته په افغانستان كې يوه سمه سالمه ٬ اداره وايي يا داسې زعامت وايي چې دخلكو اواولس په گټه يي قاطع گامونه اخيستي واى كار يې دكار اهل ته سپارلى وايي نوننن به دا دفساد ستونزه نه وه ۔ خو داچې نن يو څوك ځان ددغه نيمگړو كارونو شامپيون بولي ٬ دا په واقعيت كې دخلكو په سترگو كې دخاورو شيندل دي ۔
۳۔دټاكنو دكمپاين په درشل كې دامريكا دناپييلي پاتې كيدو څخه دا پروپاگند پيل شو چې گويا داوباما اداره دكرزې پلوي ده اوهغوې له كرزې نه بل ښه څوك نه شي ميندلاى ۔ لومړى وار داخبره افغان ملت گوند تبليغ كړه خو ډيره ژر داوباما اداري اعلان وكړ چې موږ دافغانستان په ټاكنو كې ناپييلي يو اودكوم خاص كانديد ملاتړ نه كوو ۔
له هغه وروسته دامريكا سفير له وتلو كانديدانو سره ملاقات وكړ خو دكرزې حاكمې ادارې سملاسي عكس العمل وښود اودا كار يي په كورنيو چارو كې لاس وهنه وبلله ۔ عجبه ده چې كله په بيوزلو خلكو بمبارد كيږي ٬ لاس وهنه نه ده ۔ دزرگونو پوځونو شته والى لاس وهنه نه ده ۔ داچې ترپرونه پورې دجلالتماب اولسمشر امنيت دغه ځواكونو ساتلو مداخله نه خو دبيلابيلو شخصيتونو سره ملاقات چې هغه هم مطرح اوپيژندل شوى نړيوالې څيرې لكه اشرف غني صيب سره كتل مداخله گڼل كيږي ۔
خو ددويم خطد پلويانو مهمې خبرې :
ددې ليكې په سر كې داكتر اشرف غني دى ۔ دخلكو دروا غوښتنو٬ اړتياو دهيواد دحيثيت اوهويت په اهميت پوه دي اودي ته ليوال دي چې يو بدلون راشي ۔ داكتر غني دخلكو په خوا كې روښانفكرانو ته لاس اوږود كړى اوهغو دده غږ ته لبيك ويلي چې دځوان قشر نماينده دي .دټولني سر لاري روښان فكران اومنورين اوفرهنگيان دي ۔ شاعران اواديبان دى ۔ كډوال اوبيوزلى دى ۔ په اداري فساد اورشوت كې ككړ نه دى ۔ جنگ سالاران نه دى ۔ په واقعيتونو متكي دى اونه په دم دوعا اوچوف باندې دملك ابادي غواړي ۔ دوى بدلون غواړي ۔ دوى داوسني حالت بدلون غواړي. غواړي هيواد يو وار بيا دهيوادونو په قطار كې سيال شي ۔ ځينې يې په پوره قوت اوشدت سره داوسني حالت دبدلون له پاره مټې رانغښتې دي .داډله ددويم خط پلويان دي
اوس راځو دمنورينو رسالت ته :
زموږ په هيواد كې منورين دشلمي پيړۍ په سر كې دستر اوعظيم بدلون جوگه و ۔ هغوۍ دحق اوعدالت په لار كې توپ ته وتړل شول په زندانونو كې وراسته شول خو يو ستر ميراث يې وروستيو نسلونو ته پريښود ۔ په بيلابيلو دورو كې روښانفكران دخلكو دمراجعې مركز و ۔ اوپه نورو هيوادونو كې هم دا ډول وه ۔ روسانفكرانو يو مثال عبدالرحمان لودين و چې په پوره زړه ورتوب يې پادشاه ته سر ټيټ نه كړ اودارگ يوه ديوال ته چانواري شو ۔ مولوي عبدالواسع وو ٬ چې دبچه سقاو امر يي ونه مانه اوفتوى يي صادره نه كړه اوووژل شو اوداسې په سلگونه اوزرگونه نور ۔
دفلسطيني ليكوال اوڅيړونكي ادوار سعيد په قول : روښانفكر په عربي هيوادونو كې په دوه گړنو كې توضيح كيږي چې يوه د((مثاقف)) اوبله د((مفكر)) گړنه ده ۔ لومړۍ دثقافت اوفرهنگ نه اخيستل شويده ۔ روښانفكر يعنې فرهنگي شخصيت ۔ اودويمه دفكر كولو يعنې دفكر اوانديشې خاوند ۔ دواړه گړنې دروښانفكر مانا ښه توجيه كولاى شي ۔ له بلي خوا په ځينو اسلامي هيوادونو كې روښانفكر ددولتونو په وړاندې چې دفرهنگ اوتفكر څخه خالي دي اودمسايلو درست درك ورسره نشته نودروښانفكر ارزښت په كې لوړيږي ۔ اوڅومره چې دروښانفكر ارزښت لوړيږي ددولتونو اومستبدو ډلو په وړاندې خلك دوى( روښانفكرانو ) ته مراجعه كوي ۔ دروښانفكرانو مشرانو ته مراجعه كوي ۔ دالړۍ ترهغه وخته چې دغه روښانفكر مشران د((دربار سپي)) شوي نه دي اونه هم په فساد كې ملوث دي دوام كوي ۔ دسعيد په قول دولتونه هم بيكاره نه دي ناست بلكې دروښانفكرانو په تحميق كولو لگيا دي اوپيسې پرې شيندي خو دا مبارزه دوام لري ۔
دسارتر په باور دروښانفكر اصلي دوښمن هغه څوك دى چې هغه يي(( قلابي روښانفكر بولي ))يا يي د((بورژواژي ددروازى سپى)) بولي ۔ ( دادسارتر ددوران عبارات دي ۔) دغه روښانفكر دحقايقو دكشف په لټه كې نه دى بلكې غواړي هغه پټ كړي ۔
موږ له نيكه مرغه دافغانستان په روانه ټاكنيزه سيالۍ كې داسې پړاو وينو چې زر له جستو بيليږي ٬ طلا له مسو بيليږي ۔ هغوۍ چې په رسا اواز په اوسنۍ مقطع كې له ازادۍ ٬ ديموكراسې اوترقۍ نه دفاع كوي ۔ دوى به هم راتلونكو نسلونو ته سرمشق وي لكه چې تير موږ ته دي ۔ معامله كول دروښانفكر په ذات كې نه ده بلكې دهغه په هويت باندې تور داغ ږدي اوبس ۔ دداكتر اشرف غني دپروگرام نه دفاع اوملاتړ دافغانستان دخلكو دهوساينې اونيكمرغۍ نه دفاع ده.