دفاع وزارت: بغلان کې ۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: بغلان کې ۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 مياشتي دمخه (07/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 163


دملي دفاع وزارت وایي، نن سهار  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دبغلان ولایت  دهنه غوري ولسوالۍ "بازار پوستک"  سیمه کې طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې ۸ طالبان وژل او ۱۳ نور ټپیان دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو بریدونو کې دطالبانو درې مهم غړي سعادت، کریم الله او کبیر هم وژل شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.