ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.


  • 6 مياشتي دمخه (23/05/2021)
  • خالد سهار
  • 315

د ننګرهار ولایتي مسؤولین په د دې ولایت کې د دوو موټرو ټکر له امله د دوو تنو د ژوند بایللو او پنځه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند ثمرخېلو لېسې ته څېرمه‌رامنځته شوې. 

د خوږیاڼي په خبره، دغه پېښه د کرولا او باروړونکي موټرونو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې یې د يوې ميرمنې په ګډون دوو تنو خپل ژوند بایللی، دوه ميرمنې او درې نور ماشومان ټپيان شوې دي. 

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوی.