په افغا نستان کې جګړه ورڅ په ورڅ سختیږ ې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رحمت اله روان
  • 387

په افغانستان کی د بهرنيو ځواكونو ورځ په ورځ د ډېرېدونكو تلفاتو ګراف داسی ښيي، چې نور نو جهانی ټولنه او د ناټو غړي هیوادونه نه غواړي چې ځوانان يې په دي بی هدفه جګړه كې خپل ژوند وبايلي. اوس ټول لويديز د افغانستان جګړې ته د يوې ناكامې جګړې په سترګو ګوري ،په خاص ډول دتیری میا شتی په جریان کی نا ټو غړی هیوادونو دطالبانو سر ه په جګړه کی درا نه تلفات ولیدل په دغه عملیا تو کی د۷۰ نفرو نظا میانو وژلو بر علا وه دیوی جیت الو تکی په شمول ۹ هلیکپتر طیاری دطالبا نو له لوری را نسکوري شوي دي ،اوس امریکا یان او نا ټو غړی هیوادونه په دی تلا ش کی دی چه وڅان ته دافغا نستان څخه دوتلو لا ره پیدا کړي ،دجها نی ټولنی او نا ټو غړو هیوادونه په خپلو خبرو کی دمخا لفینو سر ه دجنګ په څای دمذاکراتو او خبرو اترو په لارو با ندی با فشاری کوی او همیشه وایی چه له منڅ لارو طالبا نو سره دی خبری وشی. د دوى خبره سمه ده ځكه چې لويديز دې جګړې ته د افغانانو لپاره د امنيت راوستو او په هیواد كې د ولسواكۍ د پلي كولو جګړه ويلې وه او وايي يې. خو افغانانو د دې جګړې له امله په دې اتو كلونو كې هغه پخوانى امنيت هم له لاسه وركړ. د امنيت هغه خرابوالى چې يوازې پر څو لرې پرتو ولايتونو پورې يې اړه درلوده، خو اوس د هیواد په پلازمینه او شمالی ولا یا تو ک كې هم څوك په ډاډه زړه نه شي ګرځیدای.. نو له دې امله د لويديز د كارپوهانو خبره سمه ده، چې د افغانستان جګړه يوه بې پايلې او ناكامه جګړه ده.او ورڅ تر بلی سختیږي
د امریکا یوه جګپوړي سلاکاراټکل وکړ چې امریکا به ترڅو چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلې دفاع پوره جوګه کیږی ،دوه کاله نورهم په افغانستان کې له سختې جګړې سره مخامخ وي اوپه دې موده کې به یا جګړه وګټي اویا به بیرته خپل عسکر له افغانستانه وباسي .
په داسی حال کی چی په افغانسټان کی دامریکایی او ناټو قواوو قوماندان دجنګ د ارزیابی دیورپوټ په برابرولو کار کوی دده یو نوی مشاوروایی چی دافغانسټان جنګ به په راټلونکو دوو کلونو کی یوطرفه شی
ډیویډکیلکولن اټکل کوي چې په راتلونکو دووکلونو کې به په افغانستان کې جګړه سخته وي خو وروسته به یاداسې وشي چې دهیواد چارې به یوې ځواکمنې افغان اردوته وسپارل شي او یا داچې امریکا او متحدان به دغه جنګ وبایلي .
دی وايي چې طالبان خو هڅه کوي چې له حکومته د خلکو له نارضایتۍ او خپګانه په استفادې د بهرنیو قواوو تر وتلوپورې مقاومت وکړي.
د تروریستی ضد چارو کارپوه ‌ډیویډ کیلکولین به په لنډ وخت کې په افغانستان کې دامریکايي او ناټو قواوو د قوماندان جنرال سټنلي مک کریسټل د نوي سلاکار به توګه کار پیل کړي .هغه سرله اوسه د جنګ د ادارې په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې .
ده دامریکاد سولې په انسټیټیوټ کې د خبرو په مهال په افغانستان کې دامریکايي اوناټو قواوو لپاره د یوه لس کلن پلان خلاصه وړاندې کړه .
ده وویل چې ناټو او ایتلافي ځواکونه به په راتلونکو دوو کلونو کې دجګړې وضعیت بدل کړی له هغې وروسته به افغان ځواکونو ته دامنیتي مسوولیتونو د سپارلودرې کلنه مرحله وي او ترهغې وروسته به د څارنې پنځه کلن پړاو وي .
ده وویل چې موږ به دوه کاله وجنګیږو، له هغې وروسته به دانتقال یوه بریالۍ دوره پیل او یاداچې موږ به دوه کاله وجنګیږو او جنګ به بایلو او بیرته به ستانه شو.
په افغانستان کې دامریکايي او ناټو قواوو نوی سلاکار دیوید کیلکولین زیاته کړه چې موږ باید په دې ټینګار وکړو چې د مالي مصارفو حد څومره دی، څومره عسکر لیږلی شو اوترڅومره مودې دا کار کولای شو.
داسوشیټد پریس خبري آژانس د راپورله مخې سلاکارډیویډ کیلکولین داخبرې له خپلې خوا کړي اوپه افغانستان کې د امریکايي قومندان ډیویډ مک کریسټل نظر پکې شریک نه دی.
جنرال مک کریسټل دافغانسټان د جنګ په اړه د یوې څېړنې په برابرولو کار کوي
ګاردین ورڅپاڼی هم په دغه نژدی ورڅو کی دافغا نستان په روانه وضع با ندی په لا ندی ټوګه تبصره کړی ده .
افغانستان، د خپل تاریخ په اوږدو کی ، دا مپراطوریو هدیره بلل کیږی خو په همدی هیواد کی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دامریکا د جگړی په هلو ځلو باندی تمرکز کوی او په لسهاو زره نور امریکا یی عسکر ورلیږی.
خو ددی ترڅنگ دامریکا یوه معتبرنظامی چارواکی وویل چی دافغانستان جگړه ډیره سخته ده او نوره لا هم پسی سختیږی. مرگ ژوبله د ٢٠٠١ میلادی کال د یرغل نه وروسته خپلی لوړی څوکی ته رسیدلی ده، دافغانستان لپاره د ډاډ وړ امنیتی قوه لامنځته نده راغلی؛د اپینو تجارت نور هم پسی پرمختگ کوی او دطآلبانو لپاره د بغاوت د عملیاتو پیسی برابروی.
گارډین لیکی په دی توگه امریکا په یوه اوږده جنگ کی دخیله ده او دا د زیاتو عسکرو او نظامی فعالیتونو تقاضا کوی.
دسږ کال تراخره به دامریکا د عسکرو شمیر هلته په افغانستان کی ٦٨ زرو ته ورسیږی. دعسکرو داشمیر اوس هم دعراق په پرتله چی ١٣٠ زره امریکا یی عسکر پکی پراته دی ډیر کم دی.
په افغانستان کی دامریکا غټ قوماندان جنرال ستانلی مکریستل دافغانستان د عملیاتو په ارزیابی لگیادی او دغه ارزیابی تقریبا وروستی پړاو ته رسیدلی ده. داوباما اداری دهغه په څیر نور کسان هم په دی کار گومارلی دی چی دهغو ستونزو پته ولگوی چی دوی هلته ورسره مخامخ دی.
دامریکا قومندان مکریستل داخبره څرگنده کړیده چی دی به دیته اجازه ورنکړی چی مالی او سیاسی ملحوظات دده د سپارښتنو مخه ونیسی. هغه داخبره هم له امکان نه لیری نده گڼلی چی عسکر به نور هم زیات کړی شی.
په داسی حال کی چی دایتلاف او امریکا په زرگونو عسکر په هیلمند کی په عملیاتو لگیاد ی یوازی پنځه سوه افغان عسکر له هغوی سره مرسته کوی. خو دهیلمند په ولایت کی پنځه زره افغان عسکر پراته دی.. خو دامریکا قوماندانان نه غواړی چی دغی جگړی ته افغانی بڼه ورکړی.
گارډین لیکی چی په افغانستان کی د شپیتو ورځو د جگړی ارزیابی به د جنرال ستانلی مکریستل له خوانه د اگست په ١۴مه نیټه باندی وړاندی شی. ددی کار پراخه توقع کیږی چی مکریستل دافغانستان د نظامی قواود شمیر د زیاتولوغوښتنه وکړی.
امریکا خپل اروپایی انډیوالان دیته هڅولی دی چی د افغانستان دامنیتی قواوپه روزلو، اکمال کولو، او مرستو په برابرو لو کی ملاتړ وکړی.. خوکه چیری په کافی اندازه زیاتوالی ته ضرورت وی نوپکارده چی دامریکا قواوی نوری هم هلته ورسره زیاتی شی.
دافغانستان پوځ اوس په دی پلان عمل کوی چی شمیر یی د ٢٠١١ میلادی کال تر پای پوری ١٣۴ زرو ته ورسیږی. اوس ددغو عسکرو شمیر( ٨٥) زره دی او څلور بلیونه ډالره پری لگیدلی دی.
د افغانستان پولیس چی په اداری فساد ککړ دی؛ لا تراوسه پوری هم خپل هدف ته چی شمیر یی ٨٢ زرو ته ورسیږی ندی رسیدلی. گارډین لیکی توقع ده چی مکریستل؛ دافغانستان په امنیتی قواوکی، ډیرغټ زیاتوالی پیشنهاد کړی.
داکار په داسی مهم وخت کی پیښیږی چی دافغانستان جگړه اتم کا ل ته ور داخلییږی. همدارنگه د امریکا د خلکو حوصله هم دناوړه اقتصادی رکود له امله مخ په کمیدوده؛ له بل پلوه د ٢٠١٠ په نیمایی کی دکانگریس دمنځنی دوری انتخابات هم راروان دی.
داوباما اداره اوس دافغانستان دخلکو امنیت ته پاملرنه کوی او دافغانستان د حکومت توانایی ته یی توجه اړولی ده چی خلکو ته امنیت برابر کړلی شی په دی توگه به د طالبانو ملاتړ ته تاوان ورسیږی.
د افغانستان خلک د حامد کرزی پرحکومت اعتماد نلری ځکه چی داداری فساد ډیری ادعاگانی دهغه د حکومت د مامورینو په خلاف موجودی دی. له بل پلوه داهیواد په همدی میاشت کی انتخاباتو ته هم ځان چمتو کوی.
گارډین لیکی په دی وخت کی له یوی خوانه امریکا کوشش کوی چی دعراق په څیر په ښارونو او کلیو کی واړه مرکزونه جوړ کاندی ځکه همدغی ستر اتیژی په عراق کی د جنگ مخه بدله کړی وه. له بلی خوانه واشنگټن په دی غور کوی چی د کوکنار کرونکیو ته پیسی ورکړی چی دکوکنارو کرل بند کړی.
رپوټ وایی طالبان اوس کروند گرو ته د کوکنارو د کرلو لپاره فیس ورکوی. په دی توگه له افغانستان نه داپین دتولیدولو ستر هیواد جوړ شویدی او دطالبانو او دهغو د بغاوت دتمویل گټوره منبع هم ده.
همداراز ګاردین لیکی چی پخوانی پروگرام ځکه کامیاب نه و چی کروندگرو ته یی ویل چی دکوکناروپه ځای بل فصل وکری او متبادلو فصلونو کمه گټه لرله. گارډین په پای کی لیکی چی دامریکا ددفاع یوه چارواکی وویل: که ته داسی کار کوی چی هغه له خلکو نه پیسی کموی او بل لوری ته یی بیای نو داسی گڼل کیږی چی ډیر یاغیان دی منځته راوستی دی
دبله طرفه له هغی ورڅی وروسته چی کوم وخت دناټو نوي منشی په خپله دنده با ند ی شرو ع وکړه نوموړی خپل لو مړ نی سفر افغا نستان ته وکی د قندهار او هلمند له ولا یتو نو څخه یی لید نه وکړه.
د ډنمارک دغه پخوانی صدراعظم وايي چې د ناتو یو مهم هدف په افغانستان کې دادی چې په تدریجي ډول د امنیت د ساتلو مسوولیت افغانانو ته ور وسپاري.
د هغه دا سفر یوه ورځ وروسته د هغې کیږي چې څو راکټونه په کابل باندې ولگیدل.
د اسد په ٢٩مه جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې دا تر ټولو غټه حمله وه چې وسله والو مخالفینو دافغا نستان په پایتخت باندی کړې ده.
د ناټو دغه نوي عمومي منشي دوی ورڅی مخکی په برسلز کې وویل، ددې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په لوی مرکز بدل نشي، دغه ملک زیاتې نړیوالې مرستې ته ضرورت لري.
هغه وویل، ناټو خپله برخه مسئولیت پر غاړه اخلي خو دا ټول کار په یوازې ځان هم نشي کولای.
ښاغلي راسموسن په دې برخه کې د بین المللي گډو هلو ځلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې پخپله افغانان هم باید زیاته همکاري وکړي.
ښاغلي راسموسن وویل، ناټو به طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره خپل نظامي کوښښ زیات کړي
راسموسن همدارنگه وویل ناټو خپل ټول کوښښ کوي چې د افراطیانو په خلاف په عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو مخنیوی وکړي. پا ې رحمت اله روان.