لغمان کې څلور تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول.

لغمان کې څلور تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول.


  • 8 مياشتي دمخه (22/05/2021)
  • خالد سهار
  • 322

د لغمان ولایت امنیه قومنداني په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې دغه ولایت کې شپږ تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د لغمان امنیه قومنداني ویاند، شفیع الله افغانیار وایي، نن مازدیګر مهال د لغمان مرکز مهترلام اړوند ميدانيو سيمه کې له پوليسو سره د مخامخ نښتې پرمهال څلور تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

افغانیار همداراز د یادې سیمې څخه د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د تېښتې خبرداری هم ورکړ.

بل لورته لا تر اوسه وسله‌والو طالبانو د یادې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي. 

یادو وسله‌والو طالبانو ته داسې مهال د تلفاتو اړولو خبر ورکول کېږي، چې د دغې ډلې له‌لوري د لغمان دولت شاه ولسوالۍ سقوط شوې او د الیشنګ او الینګار ولسوالیو ځینې پوستې له مقاومت پرته دوی ته پرېښودل شوې دي.