تخار؛ په خواړو کې د چرسو استعمال له کبله ۸۶ تنه مسموم شوي.

تخار؛ په خواړو کې د چرسو استعمال له کبله ۸۶ تنه مسموم شوي.


  • 2 مياشتي دمخه (22/05/2021)
  • خالد سهار
  • 200

د تخار ولایت ځایي چارواکو په دغه ولایت کې په خوړو کې د چرسو استعمال له کبله د شاوخوا ۸۲ کسانو د مسموم کېدو خبرداری ورکړی. 

چارواکې وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت په چاه آب او چال والسوالیو کې د یوه ختم او خیرات مراسمو پر مهال په خوراکي توکو کې د چرسو استعمال له کبله رامنځته شوې. 

د دې ولایت د پولیسو ویاند، خلیل اسیر رسنیو ته ویلي، چې یاد مسموم شوي کسان تر درې ساعته درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي. 

د اسیر په خبره، یاده پېښه د شخصي خپلمنځي ستونزو له امله رامنځته شوې او پولیسو یې په اړه څېړنې هم پیل کړې دي.

وخت ناوخت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته کېږي، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان خپل ژوند هم دلاسه ورکوي.