کاناډا: امریکا دې پاکستان اړ کړي، چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

کاناډا: امریکا دې پاکستان اړ کړي، چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.


  • 1 مياشت دمخه (06/05/2021)
  • خالد سهار
  • 118

سمسور (پنجشنبه د غویي ۱۶) په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کرسټوفر الکساندر یو وار بیا څرګندوي، چې که چېرته امریکا په افغانستان کې د سولې ټنګښت غوښتونکې ده، نو باید پاکستان اړ کړي، چې دغه هېواد کې له روانې نیابتي جګړې لاس واخلي.

الکساندر زیاته کړې چې که چېرته امریکا په رښتیني ډول په یووالي او د جګړو په له منځه وړلو باور لري نو په لومړي قدم کې باید د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هغه کسان تحریم کړي چې له پاکستانه په افغانستان کې د جګړې ملاتړي دي. 

نوموړي ټینګار کړی دی چې څو پورې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو له ملاتړه لاس وانخلي په دغه هېواد کې د سولې راتګ ناشونی دی.

بل لورته امریکا هم ویلي، چې د افغان سولې پروسه کې پاکستان مهم رول لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې پاکستان کولای شي، چې د افغان سولې پروسې راتلونکو پړاونو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي یوې غونډې ته په وینا کې زیاته کړې، چې پاکستان د افغان سولې لپاره خورا مهم هیواد دی او کولای شي، چې هلته د روانې جګړې په کمېدو کې بشپړه همکاري وکړي.