د تېر کال خلاف چینای لوبډله ښه روانه ده.

د تېر کال خلاف چینای لوبډله ښه روانه ده.


  • 2 اونۍ دمخه (20/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 66

سمسور(سه شنبه د وري ۳۱) د ای پي ایل په ۱۲ لوبه کې پرون د مارچ په ۱۹ نېټه چینای سوپر کینګز او راجستان رویالز لوبډلې سره مخامخ وې.

په دغې لوبه کې پچه د راجستان لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. چینای لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د ۱۸۹ منډو هدف یې راجستان لوبډلې ته کېښود. د چینای لپاره معین علي ۲۶، امبتي راډیو ۲۷ او فاف ډوپلیسیس ۳۳ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. د راجستان لپاره چیتان سکارایا درې لوبغاړي وسوځول او ۴ اورونو کې یې ۳۶ منډې ورکړې.

راجستان رویالز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۴۵ منډو یې ماتې ومنله. د راجستان لپاره جادوف اونډکت ۲۴ او جوس بتلر ۴۹ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د چینای لپاره سام کرن ۲ او معین علي ۳ لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه معین علي ته ورکول شوه، چې ۲۶ منډې یې جوړې کړې وې او درې لوبغاړي یې سوځولي ول.

نن ډیلي کپیټلز له ممبيي انډینز لوبډلې سره ماښام شپږ نیمې بجې مخامخ کېږي.