په ګردېز، کابل اوجرمني کې دلویې پکتیا دنښتر


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمدامین بسمل
  • 358

د دودیزې کالنۍ مشاعرې څلورمه کلیزه ونمانځل شوه


نن دسهارپه نهوبجودګردېز په تاریخي ښارکې دلویې پکتیادفرهنګې ټولنې په مشرۍ دنښتر دکالنـۍدودیزې  مشاعرې څلورمه کلیزه په بې ساري  ډول سره ونمانځل شوه .
داځل هم د نښترمشاعرې ته دهېواد له هرې سیمې څخه دومره  شاعران او دشعر مینوال  راغلي وو چې  شمېریې  تر ۱۶۰۰ یوزر او شپږ سوو کسانو پورې رسېده، دغرمې ډودۍ د۱۰۰۰ زرو کسانو لپاره برابره شوې وه خو کله چې دمېلمنوشمېر تر ۱۶۰۰کسانو پورې  ورسېدنوبیاسم له لاسه مېلمه پالوپکتیاوالودنورې  ډوډۍ بنداوبس هم  وکړ، هیله من  یوچې زموږ دګرانومېلمنوبه پوره عزت شوی  اوپه خوښي سره خپلودرنواو عزتمنوکورنیو ته وررسـېدلي وي .
زموږ درۍ واړه مشاعرې ښې په شرنګ سره ترسره اوټولوشاعرانوبې له سانسورڅخه دحقایقو په څرګندولو د خپلوزړونو بړاسونه ویېستل موږ چې له ګردېز سره دتیلیفون په لیکه لکه  دتېرو کلونو په څېر  وصل  وو نومود ګردېز غونډې ته په مخامخ ډول خپل پیغام په لاندې ډول ور واوراوه :
دنښتردڅلورمې کلیزې په ویاړزموږ پیغام
په تاریخي لویه پکتیا کې دنښتر ددودیزې کالنۍ مشاعرې ټولو ګډونوالو، مېلمنو او کوربنو ته له اروپا څخه زموږ دپردېسوفرهنګیانواوفرهنګپالو ملګرواو په ځانګـړي ډول په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب دنښتردڅلورمې کلـیزې مباره کي وایم هیله من یم چې دادرنه اوپرتمینه لمانځنه مودوروري،خوښي اوپوره امن په فضأکې ترسره شي .
خدای (ج) دې وکړي چې مېلمانه په پوره خوشحالي سره خپلودرنوکورنیوته بېرته ور ورسیږي .
زه یوځل بیازموږ دګڼ شمېر ملګروپه استازیتوب له سلا کار وزیراودلوې پکتیاله محترم والي ښاغلي همــدردصاحب اونورودولتي امنیتي چارواکوڅخه دزړه له کومې مننه کوم چې دنښترد مشاعرې دترسره کېدو لپاره یې خپل وس نه دی سپمولی .
همداراز زه له هغوټولو فرهنکیانواوفرهنګپالوملګرو څخه مننه کوم کوموچې دنښتردڅلورمې کلیزې دنمانځلولپاره مادي اومعنوي مرستې کړې دي په ځانګړي ډول دلویې پکتیاله فرهنګې ټولنې څخه ډېره زیاته مننه کوم چې په دې اړوند یې خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي .
دلته لازمه ګڼم چې له سلاکار وزیر اودلویې پکتیاله والي ښاغلي همدرد صاحب څخه دمننې په ترځ کې داهیله وکړم چې دولایتي بیارغونې موسسه PRT اونوردونرونـــه دې ته وهڅوي چې د
پکتیا دفرهنګي ټولنې دځمکې په ودانولو کې مرســــته وکړي البته دا به د همدرد صاحب لپاره یوتاریخي ویاړ وي چې که په دې وتوانېدچې داوداني سرته ورسوي بیابه دادنړۍ په مخ لمړنۍ فرهنګي ټولنه وي چې دملکیت خاونده به شي او په عین حال کې به دهغه زیارت مثال ولـري په کوم کې چې له هرګوټه ملنګان را ټول شوي وي منظور مې دلر اوبر درانه شاعران او فرهنګپالان دي  د دې تر څنګ دمحترم همدرد صاحب ځانګړې توجع دلویې پکتیا دپوهنتــــون پراخولو او سمبالولو ته را اړوم .
قدرمنو حاضرینو!
نه پوهېږم چې ستاسو نننۍ غونډه به څومره ګنجایش ولري او نور به کوم مســـایل پکې وسپڼﺉ خو زموږ دمشاعرې نیمه برخه موږ دشهید عبدالصمد روحاني دقتل ، دهڅاند شاعـر محمدیار ظالمانه وهلو ټکولو او دنوراجان بهیر مســـلې ته ځانګړې کړې ده چې پوره رپوټ به یې تاسو ته په نورو غږیزو او برېښنايي رسینیو کې درکړو.
نور مو وخت نه نیسم موږ به هم ورو ورو د نښــتر دڅلورمې کلـیزې نمانځلو ته ورخوځېږو نوله همدې کبله مې پیغام په خپله څلورېزه لنډوم :
                     زه سمبول دعظمت اودهسک سریم ×× دپکتیادهسکوغرو زرغون نښتر یم
                     دجابرو سرو لمبو مې ســـر ټیټ نه کړ ×× پــــه دا ټولو شیطاني لښـــــکرو بر یم
 
یوالی اوبریالیتوب  موپه برخــــــه ترڅودخپل هېواد واګې موخپلو لاسـونوته ولوېږي په الله مو
سپارم دخدای په امان  .
 محمدامین بســـمل

 
په همدې توګه مود دوی له خواهم د هر شاعر اواز په  مخامخ  ډول ســـره اورید، رښـــــتیا هم چې نن هم پردېسي وځورولم اوهم دخپلو شاعرو ملګرو له  درده ډکو اشعارو زموږ یو شاعر ملګري  داسې ووېل :
              د دهشتګر اوتروریست  په نامه  تور راکوي ×× ګاونـــډیان سوله  رانه اخلي  راته اور راکوي
             (سره)چې زماپه سرک راشي ماکچې ته کوزکړي ×× په خپل وطن کې مسافر شمه ډېر زور راکوي
              تاجکه یاره کابل جان مې پنجابیانو وران کړ ×× خو ددې جرم په بـدل کې بــــه لاهـور راکوي
 
دکابل مشاعره د ځوانانو د ملـي ارګان له خواپه ســــیدنورمحمدشـــاه مېنه کې ترسره شوه چې له بده مرغه موږ ورسره تیلیفوني اړیکه  نه درلوده له یادو شویو غبرګو مشاعرو څخه وروسته  د دودله  مخې  دجرمني  په بایرن ایالت کې ز موږ دنښترڅلورمه کلیزه ونمانځله  شوه،  دیادولو وړ ده  چې د جرمني مشاعره  دطبعیت  په  پراخــــه اوزرغونه غېږ کې دنښترو ترسیوریولاندې  دبایرن ایالت  په سهیلي برخــــه  داتریــش هېواد ته څېرمه په لاندې ډول تر سره شوه :
۱ــ  زموږ مشاعره دقران عظیم الشـــان د څو مبارکو ایتونوله تلاوت څخه ورسته پیل شوه ښاغلو او اغلو ته ښه راغلاست او ستړې مه شې ووېل شوه بیا دلویې پکتیا دفرهنګي ټولنې مشر ښاغلي خوږمن ځاځي غږیز پیغــام واورول شو ورپسې دنښتر دنمانځنې په ویاړ نور راغلي پیغامونه لکه له سهیلي پښتونخوا(دپښتو ادبي تړون چمن) او ځینو نورو کولتوري ټولنوولوستل شول له  هغه  څخه  وروسته  دګردېز  دمشاعرې هغه ځانګړې برخې کومې چې، سهاروختي ما د تیلیفون  پرلیکه  په  مخامخ ډول ثبت کړې وې له  هغه ټول ځوګ، چکچکواوولولو سره واورول شوې چې زموږ پردېـسې خویندې او وروڼه یې ځښته زیات متاثر کړل موږکه دشنو نښترو لاندې هم ناست ووخو په خیال کې مودخپل ګران وطن  خړ ډاګــونه او کنډوالې را څرخېدې چې سترګې به  مو وغړولې تاسې به وایاست چې بس نوسـم په جنت وربرابر شوي یوهرڅه موجودوویوازې دشیدو لښتي پکې نه بهېدل، په ځنګل کې دډول ډول مرغانوچغهارزموږ دمشاعرې دزېروبم تارونه لا ښه په خوندشرنګول فضأ ګلورینه وه  خو،
                     ښکلا پردۍ وه پردي نښتر وو×× وطن پردی   و زړونـــه ابتر وو
                     موږ مظلـومان پکې پردي وو×× له پښتونخـوا نه رامسافر وو
خوږو لوستونکو!
ښه به وي چې ډېر دردونه ونه لیکم دخوشحالي  ورځ  وه الله پاک دې زموږ په ملک رڼا کړي تر څو په خپل پلرني هېواد کې  دخیالونو له نړۍ څخه لرې دا ډول مېلې او مشاعرې ونیسو .
لنډه داچې زموږ یوشمېر ملګري  په  خپله  خوښـه  دکبــاب  په پخولولګیـا وو زموږ دشاعرو ملګرو غږ ښه پوره وررسېده   زموږ دملګرو اکثره اشعاردافغان غمېزې او پردېس ژوند په شکایت  را څرخېدل چې البته زموږ د ګډوانوالـو له خواڅخه  هر یو په  ډېره مینه  استقبال شو.
دمشاعرې دلا رنګیني لپاره  د پیاوړي شاعر ښاغلي عبدالوهــاب ســـرتېر چې  د ځینو ستونځو له مخې یې  ونه شوی کولای تشریف راوړي  دوه  خواږه  شـــعرونه  یې   په  خپل غرني او مېړني غږ  د تخنیکي وسیلي په مرسته ګډونوالو ته واورول شول بیاله کابل څخه  د هسک، دنګ او نازک خیال  شاعر ښاغلي ســـیدجلال جلان خوږې غزلې اوله سهیلي پښتونخواڅخه دوتلي او ځیرک شاعر ښاغلي عادل اڅکزي خوږ غزل ولوستل شو ورپسې له کوټې څخه  دجرار او با احساسه  شاعر ښاغلي عبدالله جان ملتیار رالېږلی خوږ غـــزل  ولوســــتل شوهمدا راز له جلال آباد څخه د ښاغلي شفیق همدرد حماسي شعراو ورپسې دهغو هېوادوالو اشعار ولوســـتل شول کوم چې، دالمان په ګاونډ، شا اوخواهېوادونوکې مېشت دي لکه رحمان ګل توتاخېل له ډنمارک څخه ولایت خان ځدراڼ له سویډن څخه ،غفورخان له فرانسې څخه، رحیم خان له اتریش څخه،کبیر له  چکوســلواکیا او همدا راز دالمان له کسل څخه  دښاغلي محمد سرور وکیلي داسې یو غزل ولوستل شو چې دحمید ماشـوخېل بابا له غزل سـره یې تړلی و.
۲ ــ په دوهمه برخه کې مود شهیدعبدالصمد روحاني په قتل، دهڅاندشاعر محمدیار په ظالمانه وهل او ټکولو او همدا راز د شاعر ملګري نوراجان بهیر په مسله ژورې خبرې وکړی ، زموږ خبرو ورو ورو سیــاسي رنګ خپل کړ خبره آن دجنایتکار رشیددوستم ، جفاکاراونه بخښونکي کرزي معامېلو ته ورسېده چې په پایله کې لاندې  پرېکړوته ورسېدو:
ــ موږ له ټولو هېوادوالو څخه هیله کووچې په هېواد کې دودو شوې کالنۍ مشاعرې تل په ولولو سره ولمــانځې تر څو تر ستم لاندې پښتو ژبې ته  له همدې لارې خدمت  شوی وي .
ــ دا چې نښتر دعظمت او مقاومت سمبول دی نونه تنها په لویې پکتیا پورې تړاو لري بلکې دافغـــان باتور ولس اراده اوسرلوړي هم تمثیلوي نوله همدې کبله په کار دی چې په نمانځلوکې یې ټول لر اوبرځانونه شریک وګڼي .
ــ دا چې دنښتر ددودېزې کالنۍ مشاعرې له کبله موږ وکولای شول چې د پکتیا له والي اوســلاکاروزیر ښاغلي جمعه خان همدرد څخه دلویې پکتیا فرهنګي ټولنې ته په رسمي ډول ځمکه تر لاسه کړو، اوس موږ له ټولو ملي سوداګرو څخه هیله کوو چې په ودانولو کې یې راسره مرسته وکړي .
ــ موږ له ټولو فرهنګي ټولنو څخه هیله کوو چې په پرله پسې توګه د خپلو احتجاج لیکونو په وســیله افغـــان دولتي چارواکې دې ته اړباسي چې دشهید عبدالصمد روحاني قاتلین پیدا او په سزا ورسوي .
ــ موږ په شدت سره دبېنواټولنې دمشر، حقیر او هڅانــد شاعرښاغلي محمـــدیار وهل ټکول اوهمدا راز زموږ د پیاوړي شاعر ملګري ښاغلي نوراجان بهیر زنداني کول غندو اوژر تر ژره یې دپېښې سپیناوی غواړو .
ــ دا چې کرزی دخپلې چوکۍ دساتلولپاره په لوی لاس دافغان مظلوم ولس غاړه یو ځل بیا په جنایتکار دوستم  پرېکوي اوله جنایتکارانوسره هر ډول نامشروع معامېلې کوي ترڅوددیموکراسي په پلمه یوځل بیا افغان ولس په تېره بیا(پښتون) قام په وینو کې لت پت کړي نو له همدې وجې موږ له افغان ولس څخه په کلکه هیله کوو چې را روانې غولوونکې ټولټاکنې تحریم او هېواد ته  د تل پاتې سولې دراوستلو لپاره نور ګامونه اوچت کړي  .
یادونـه :
دنښترد څلورمې کلیزي  په ویاړ دلویې پکتیافرهنګې  ټولنې ته دپکتیاوالي اوسلا کار وزیر ښاغلي جمعه خان  همدرد دوه زره ۲۰۰۰ ډالر، د منګل ترانسپورټ ریس ښاغلي اضغر خېل منګل زر۱۰۰۰ ډالر، د غلام محمـد زرملوال کورنۍ   زر۱۰۰۰ ډالر ، ښاغلي عبدالرحیم ګردېزي  دوه زره ۲۰۰۰ ډالر، دوو نورو ملي ســوداګرو چې ما یې نومونه سم و نه شول اورېدلای یوو یې زر۱۰۰۰ او بل پینځه سوه۵۰۰ ډالر مرسته ورکړې ده .
قدرمنو خویندو او وروڼو!
موږ له خپلو مېلمنوسره ماخستن ناوخته را ورسېدو ترڅوچې هغوی مو رخصتول ښه پوره وځنډېدوهمدااوس اوس دجرمني په وخت دشپې له درۍ نیموبجوڅخه ورواوښتې نو کېدای شي په لیکنه کې مې سهوه کړې وي یا
کوم خاص څه راڅخه هېر شوي وي، بنده په وس پړ دی  په همدې نیمه  شپه کې مې همدومره په وس و هیلــه من یم چې ما دمهربانی له مخې وبخښﺉ . 


دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب