خلیلزاد د لوګر خونړی برید غندلی.

خلیلزاد د لوګر خونړی برید غندلی.


  • 2 کاله دمخه (01/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1009

سمسور (شنبه د غویي ۱۱) د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د لوګر په مرکز پل علم کې د تېرې ورځې خونړی برید غندلی دی. 

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا بوږنوونکې فاجعه او د برید عاملان په کلکو ټکو غندي.

د یادې پېښې مسؤولیت تردې دمه کومې ډلې نه دی منلی. 

خو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر حیات الله حیات د دغې پېښې عاملین طالبان په ګوته کوي.

هغه نن په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی، زموږ دقیق مالومات ښیي، چې دا برید طالبانو کړی.

افغان وايي، چې د لوګر په مرکز پل علم کې د تېر ماښام موټربم برید ۲۱ کسان وژلي، خو د لوګر ځایي مسؤولینو په دغه پېښه کې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱۰ نورو د ټپي کېدو خبره ورکړی دی.