غني: د هېواد په حساسو شرایطو کې د ولس یووالي ته اړتیا ده

غني: د هېواد په حساسو شرایطو کې د ولس یووالي ته اړتیا ده


  • 8 مياشتي دمخه (28/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 242

ولسمشر غني وایي، هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالي د ساتلو غوښتنه کړې ده.

 نوموړي د مجاهدینو د بریا په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروايي او خپلمنځي ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پيدا کړي او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددې اړتیا ده چې افغانان خپل یووالی وساتي.

 هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له جګړو لاس په سر شي.

 ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شي منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دي او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شي. 

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړي.