له افغانستانه د ځواکونو وتل به په لوړه بیه تمام شي

له افغانستانه د ځواکونو وتل به په لوړه بیه تمام شي


  • 1 کال دمخه (17/11/2020)
  • خليل
  • 493

‏وروسته تر هغه چې امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې ټرمپ ښایي ډېر ژر له افغانسان څخه خپل ټول سرتېري وباسي د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د ځواکونو وتل به په لوړه بیه تمام شي. هغه زیاته کړې، ناټو به له امریکا پرته هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي.