مک کینزي: که ترهګر سر راپورته کړي؛ نظامي بریدونه کوو.

مک کینزي: که ترهګر سر راپورته کړي؛ نظامي بریدونه کوو.


  • 2 کاله دمخه (24/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 873

سمسور (شنبه د غوایي ۴) د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته که افغانستان کې ترهګرې ډلې وده وکړي؛ نو امریکا به نظامي بریدونو ترسره کړي.

ډیلي بیسټ ورځپاڼې د امریکا د مرکزي قومنداني قومندان جنرال مک کینزي له قوله ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان کې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي؛ خو که ترهګر بیا سر راپورته کړي؛ نو امریکا به یو ځل بیا د بې پېلوټه الوتکو په واسطه افغانستان کې د یادو ډلو د ځپلو لپاره اقدام ترسره کړي.

کینزي زیاته کړې، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې ټینګې شوې او امکان شته، چې دوی یو ځل بیا په لوی ګواښ بدل شي؛ خو امریکا به هیڅ وخت طالبان او القاعده رشد ته پرېنږدي.

مک کینزي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د راتلونکې مۍ میاشتې له لومړي نېټې څخه پیليږي.