شعر او تصوير


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 334

تصویري کلام څه ته وایو؟ کله کله موږ په ورځنیو خبرو کې دداسې مطلب په هکله خبرې کوو چې اوریدونکی یې، د خبرو اوریدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو کلېماتو ته توجه کوي، بلکې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقیبوي چې موږ پرې خبرې کوو. دلته دوه څیزونه زموږ خبرې تصویري کوي، یو دا چې یوازې پر ټاکلې موضوع خبرې وکړو او له ډېرو حاشیو څخه ځان وساتو او بل دا چې د ټاکلې موضوع کیسه په داسې بڼه وکړو چې پیښې، څېرې، اشیاء او حرکات د اوریدونکي لپاره تمثیل شي. د هرې کلېمې شاته یو مفهوم پروت دی، د مفاهیمو منظمې او په ارادي بڼه جوړې شوې مجموعې ته ژبنی تصویر او د کلیماتو مجموعې ته تصویري کلام ویلی شو. مثلاً آس- شنه- ورشو- سهار- منډې وهل، ټول کلېمات دي او په انتزاعي توګه د هرې یوې شا ته یو مفهوم شته اوس که ووایو: "سهار دی او په شنه ورشو کې یو آس منډهې وهي" دا جمله یو تصویري کلام دی ځکه موږ ته یو تصـویر تمـثیلوي. هغه څه چې موږ یې د یوې ذهـني پروسې په لـړ کې ددغه تصویري کلام له برکته ګورو (مجسم کوو یې) همدا ژبنی تصویر دی، ولې ژبنی تصویر ورته وایو؟ ځکه د کمرې، فلم یا رنګ په وسیله نه دی ترسیم شوی، بلکې د ژبې (کلیماتو او مفاهیمو) په مرسته ترسیمیږي ځکه یې ژبنی تصویر ګڼو. اوس نو لاندې دواړه عبارتونه داسې تعریفولای شو:
تصویري کلام: هغه دی چې غرض ورڅخه د یو شي، فکر یا پیښې تصویرول، ترسیمول، او ذهن ته رسول وي.
ژبنی تصویر: د مفاهیمو هغه مجموعه ده چې د ژبې په وسیله شی، یو فکر یا پیښه تصویر کړي.
تصویري کلام نثر او نظم دواړه په بر کې نیسي، کیدای شي یوه کیسه، یو حکایت حتی یوه عادي خبره او شعر ټول تصویري وبولو، خو له شعر سره د تصویر د مناسبت په اړه د شعر لپاره داسې تعریف غوره کولای شو چې: شعر د ژبنیو تصویرونو مجموعه ده. یعنې اوس له یو عام تعریف څخه "چې تصویري کلام دی" یو څه خاص تعریف ته ورنږدې شوو.
 تصویرونه د شعر خاصیت نه بلکې رغوونکي توکي (اجزا) دي، یعنې شعر له معنوي پلوه له تصویریونو څخه جوړیږي. یوشمېر هغه شعري لوازم چې کلاسیکو بلاغت پوهانو د شعر لپاره نومولي لکه تشبیه، استعاره، مجاز او نور او همداراز هغه لوازم چې معاصرو لویدیځوالو په شعر کې په ګوته کړي لکه سمبولونه، اسطورې او تمثیلونه ټول هغه توکي دي چې د شعري تصویرونو د روښانولو او په زړه پورې کولو لپاره استعمالیږي. له همدې امله په شعر کې ګڼ هنري فنون او د کلام صنعتونه د ښو تصویرونو د ایجاد لپاره کاریږي. کلاسیکو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د ښو تصویرونو د ایجاد لپاره هڅه کوله، دا چې هغه مهال د تصویر مقوله په همدې معاصر مفهوم نه وه مطرح، بیله خبره ده خو د لویو شاعرانو شعوري هڅه دا وه چې په خپلو شعرونو کې راڼه تصاویر رامنځ ته کړي. دا څو بیلګې به تحلیل کړو:
     ګوره راته څه وایي دا ستا دواړه چشمان نور عالم نور ښکار کا، مونږ د دین او د ایمان
    مري، چې لینده ویني کارګه ستا د خال د وروځیو ناست دی تور کارګه، په څو په موټي د کمان
          خوشال خان خټک
خان په دغو دوو پرله پسې بیتونو کې لږ تر لږه پنځه بیل بیل شاعرانه تصویرونه پنځولي دي.
لومړی تصویر: راوي (شاعر) خپلې معشوقې ته مخامخ دی، ورسره خبرې کوي د "ګوره" کلېمه- یوازې یوه کلېمه- دغه حالت په بشپړه توګه تمثیلوي یعنې راوي او د هغه مخاطب د خبرو په حال کې، راوي خپل مخاطب مخامخ کتلو یا متوجه کولو ته هڅوي.
دوهم تصویر: د مخاطب (معشوقې) دواړه سترګې خبرې کوي، دا ریښتیا چې یو ښکلی تصویر دی، تاسو کله د چا د دوو سترګو خبرې لیدلي؟ د سترګو حرکات کله کله بشپړ مفهوم افاده کوي؛ یا غوسه دي یا خوشاله، یا مهربانه او یا هم بې تفاوته همدا خبرې دي، او دا چې تاسو د خوشال بابا د مخاطب د سترګو ځانګړی حالت تصور کوﺉ حتماً مو په ذهن کې یو تصویر جوړوﺉ، د شاعر کلېمات د کمپیوټر هغو الکترونیکي جریانانونه ته ورته دي چې په سکرین (پرده) باندې د جوړ شوي تصویر یوه برخه ایجادوي، یعنې همدا کلېمات د شاعر له مقصد څخه راځي او ستاسو په ذهن کې یو تصویر جوړوي، د معشوقې د سترګو د خبرو ذهني تصویر.
درییم تصویر: چې د لوستونکو ذهن سمدلاسه د راوي د مخاطب د سترګو له خبرو څخه لرې کوي دا دی چې نو رعالم نور ښکار کا او دغه سترګې د دین او ایمان په ښکار پسې ګرځي، دا د عیني او ذهني انځور جوړونې یو ښکلی تلفیق دی، عیني برخه یې د "نور عالم نور ښکار" او ذهني یې د "دین او ایمان" ښکار دی.
څلورم تصویر: چې دوه حرکتونه لري د لومړي حرکت په نتیجه کې دوهم حرکت ایجادیږي یعنې کله چې کارګه (کارغه) د معشوقې د خال او وروځیو لیندۍ ویني نو مري دلته د لینده لیدل یو تصویر او د کارګه مګ بل تصویر دی خو خوشال بابا له منطقي پلوه دوهم انځور د شعري اړتیا له مخې اول راوړی دی یعنې "کارګه مري" کله چې "لینده ویني".
پنځم تصویر: خوشال خان یوځل بیا متقدم تصویر متأخر کوي او هغه کارګه چې مرګ یې په اول حرکت کې تمثیل شوی تعریفوي.
دا کوم کارګه دی؟ هغه چې د کمان په موټي باندې په څو ناست دی او له رنګه هم تور دی.
 په کلاسیکه دوره کې- زما په نظر- خوشال بابا لومړنی شاعر دی چې په شعر کې د تصویرونو داسې تلوسه پنځوونکي بافت ته توجه کوي. دا ځانګړنه لږو ډیره په رحمن بابا- حمید موشګاف او کاظم خان شیدا کې هم شته چې حمید موشګاف د انځور هستونې ښه استازی دی، دا بیلګه وګورﺉ، چې د تصویرونو د بیلتون له مخې په تصویري ارکانو ویشل شوې:

خط پر مخ د صنم راغی  که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا یې غاښ په خوله کې زیب کا  که ژاله شوه په لاله کې
دا زما له غمه شین زړه  په کې خیال د یار د شونډو
هسې رنګ زیب و زینت کا لکه می په شنه پیاله کې
پاس هره بیله لیکل شوې کرښه د یوه ځانګړي راڼه تصویر څرګندویه ده.
د کلاسیکې دورې په شاعرۍ کې تصویرونه د وړو انځوریزو قطعاتو په څېر یو د بل ترڅنګ کتاریږي ډیر ځله له موضوعي پلوه یوازې دي او کوم تړون نه لري په یو واحد شعر کې د کوچنیو تصویري برخو له مجموعې څخه یو عمومي تصویر اکثراً نه جوړیږي او دلیل یې هم د کلاسیکې دورې د شاعرۍ په فورم کې دی، غزل، رباعي، قطعه او نور فورمونه اکثراً په هر بیت یا حتی هره مصرع کې بیله موضوع بیانوي ځکه خو تصاویر هم سره بیل وي او لرغونې شاعري د همدغو فورمونو شاعري ده، په دې کې قصیده (بوللـه) او مثنوي هغه فورمونه دي، چې کله کله د خپلې موضوع د تنوع له مخې کامل او مجموعه یې تصاویر هم ارائیه کوي په تیره بیا هغه بوللې او مثنوي ګانې، چې د یوې خاصې موضوع په اړه وي که څه هم په کې د هرې تصویري ټوټې هڅه همدا وي چې د لوی او مجموعي تصویر یوه برخه سازه کا، خو زموږ لرغوني شاعران د انځوریزو ارکانو د تړون پر اهمیت ډیر نه وو خبر- په دې برخه کې بیا هم خوشال بابا سر لاری دی، د هغه ځینې قصاید او مثنوي ګانې او د حمید مومند ځینې تمثیلي آثار دا ځانګړنه لري. په پټه خزانه کې راغلې درې بیلګې د مجموعي تصویرونو د ایجاد لپاره د کوچنیو تصویرونو د مرستې او تړون په برخه کې شهکار نمونې دي: د غوري ښکارندوی نامتو قصیده:
 د پسرلي ښکلونکي بیا کړل سنګارونه  بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه
           تر پایه
دوهم د شیخ متي بابا مناجات:
 په لویو غرو، هم په دښتو کې   په لوی سهار، په نیمو شپو کې
           تر پایه
او دریم قصه د سوی او د اوښ چې حافظ عبداللطیف اڅکزي لیکلې ده. سره له دې چې د درییمې بیلګې انځورونه له فني اړخه پوره دي خو د لومړیو دوه بیلګو په څېر ښکلي نه دي.
په هر صورت راځو اوسمهالې (معاصرې) شاعرۍ ته، دا چې په معاصره شاعرۍ کې ولې آزادې شاعرۍ ته میلان او پاملرنه ډیره شوه، دلیل یې په شعر کې د لویو انځورونو کامل ایجاد او د هغو د عناصرو ترمنځ د کلک هنري تـــړون موجودیت و، چې دا کار په غـــزل، مثنوي، ربـــــاعیـــــاتو، مخمساتو او نورو کلاسیکو فورمونو کـې (له قصیدې پرته) ناممکن و.
آزاد شعر د تصویر جوړونې د ټولو ظرافتونو د کارولو لپاره مناسب قالب دی، دلته د قافیې او ردیف نشتوالی او د قراردادي وزني محدودیت د نه موجودیت له امله شاعر کولای شي ډېره پاملرنه موضوعي انسجام ته وکړي او په اصطلاح جدي اثر رامنځ ته کړي. د تصویر جوړونې په اړه به لومړی یو مثال توضیح کړو چې په آزاد شعر کې څومره ځای لري، بیا به د شعر لپاره د انځور هستونې اهمیت وڅېړو او تر هغه وروسته به ځینې خاص اصطلاحات تعریف کړو.
  
  بیدیا
سپیره بیدیا ده پکې پل د بنیادم نشته
یو څو پیریان دي له پردیو غرو راغلي
بربنډیږي، ناڅي، ناڅي
چې تیاره شي بیا سینې پر خپلو میندو سړوي
پر خواږه خوب پریوځي
+ + +
د زهرو ونه ده ولاړه
پر بیزو ادې یې سیوری کړی
بیزو د زهرو پرګي خوري هره ګړۍ ورځینې حمل اخلي
د ورځې دیرش، څلویښت بچیان زیږوي.
د ورځې دیرش، څلویښت ځوانان شي
بیا قتلیږي
خو بیزو ادې پرګي خوري
او لګیا ده هره ورځ نوي بچیان زیږوي
پیریان ګډیږي
د بیزو ادې په ویر او پر خواریو خاندي
چې شپه تیاره شي
بیا سینې پر خپلو میندو سړوي
پر خواږه خوب پریوځي
سپیره بیدیا ده پکې پل د بنیادم نشته
                 اسحق ننګیال
دا شعر یو دوراني اصلي انځور لري چې د دریو تصویرونو په پیوستیدو سره تکمیلیږي. د شعر د تصویرونو د متحرک خصوصیت له مخې د انځورونو اجزا ډېر د لمس وړ دي او حتی هر جز په خپله یو کوچنی تصویر جوړوي دداسې فضا ایجاد په کلاسیکو قالبونو کې ستونزمن حتی ناممکن کار دی د همدې لپاره د آزاد شعر قالب ورته انتخاب شوی، شعر له ناخودآګاه څخه راوتلي تصورات په یو عیني زمینه کې تمثیلوي یعنې د شعر زمینه عیني او د تصویرونو متحرک اجزا ذهني دي، د نامتجانسو اجزاوو راغونډول په عیني فضا کې د شاعر (ارواښاد اسحق ننګیال) د شاعرۍ یوه ځانګړتیا ده چې تر ډېره بریده رواني- سمبولیک اړخ لري.
ولې په شاعرۍ کې انځو جوړونه مهمه ده؟:
پل والري عقیده لري چې: "شعر داسې دی لکه نڅا او نثر داسې دی لکه پر لاره تګ، پر لاره عادي تلل د یو مقصد پر لوروي حال دا چې نڅا په خپله مقصد دی، ځکه د کوم مقصد لور ته په نڅا نڅا تلل به خندوونکی کار وي".
که دې مثال ته وګورو نڅا تصویري ارزښت دی، یعنې که تاسو د چا پر لاره تلل د څو شیبو لپاره وګورﺉ نو درته جالبه به نه وي چې لا هم دغه مزل تعقیب کړﺉ بلکې ښایي پر دې فکر وکړﺉ چې روان سړی چېرته غواړي ولاړ شي؟ مګر که د نڅا لیدلو ته ناست یاست دا مو په فکر کې نه ګرځي چې نڅا کوونکی چېرته ځي بلکې تاسو غواړﺉ په خپله له نڅا څخه خوند واخلئ. په شعر کې تصویر د نڅا کوونکي د حرکاتو حیثیت لري شعر نڅا کوونکی دی او حرکات یې تصویرونه دي.
بې تصویره شعر د ولاړ نڅا کوونکي په شان دی.
د هنر د اروا پوهنې یو اصل دا دی چې موږ له هر هغه هنري اثر څخه خوند اخلو چې د پرمختګ بهیر یې زموږ په ذهن کې پیشبیني (وړاندوینې) وړ نه وي، یعنې موږ دې ته منتظر یو چې څه به کیږي؟ کټ مټ په نڅا کې دا راز پروت دی، موږ د نڅا له نندارې څخه ځکه خوند اخلو چې د نڅا کوونکي حرکات نه شو پیشبیني کولای، څوک ویلای شي چې اوس به د لاسونو، پښو، سر او سینې حرکتونه څه ډول وي؟
په شعر کې تصویرونه همداسې دي، د اسحق ننګیال په پورته شعر کې وینو چې په سپیره بیدیا کې ناڅاپه پیریان بربنډیږي او ناڅي بیا د زهرو ونه پیدا کیږي او بیزو بچیان زیږوي او بیا پیریان په بیزو پورې خاندې دا هرڅه زموږ له ذهن سره تصادم کوي، یعنې نوښت لري موږ یې د وړاندوینې ځواک نه لرو. په شعر کې تصویرونه زموږ خوبونو ته ورته دي، یعنې ارادي نه دي، هیڅ څوک نه شي کولای تصمیم ونیسي چې نن شپه داسې یا هسې خوب وویني مثلاً موږ پر خپلو خوبونو واکمن نه یو، په خوب کې کله یو ژوندی سړی مړ او یا مړ سړی ژوندی کیدای شي، په خوب کې یو پرهیزګاره سړی بربنډ لیدلی شو یو ځوان هلک سپین ږیری کیدای شي او تاسو به دا هم ومنئ چې څوک دې خپل نیکه په خوب وویني چې سر یې د آس، بدن یې د مرغه او لاسونه یې د انسان وي. په هماغه لحظه کې چې موږ خوب وینو فکر نه کوو چې دا تصویرونه دي غیر حقیقي (یعنې دروغ) وي.
شاعرانه تصویرونه د شاعر لپاره ارادي خو د لوستونکي لپاره غیر ارادي دي. په شاعرانه تصویرونو کې بیزو هره ورځ دیرش څلویښت بچیان زیږولی شي او پیریان ورپورې خندلای شي، دلته هر څه ممکن دي خو په دې شرط چې خپل هنري منطق ولري.
 په پورته بحث کې مو یوشمېر خاص اصطلاحات یاد کړل لکه اصلي تصویر، فرعي تصویر، تصویري توکي (اجزا) او تصویري حرکت، چې دلته به یې بیل بیل تعریف کړو:
اصلي تصویر: دا د شعر عمومي تصویر دی چې په مجموع کې د شعر پر ټولې موضوع حاوي وي، د اسحق ننګیال په پورتني شعر کې د سپیرې بیدیا عمومي تصور د شعر د اصلي انځور له مخې ترلاسه کیږي.
فرعي تصویر: دا هغه تصویرونه دي چې د اصلي تصویر په دننه کې د کوچنیو موضوعاتو پر تمثیل تمرکز کوي، له هر موضوعي بدلون سره د تصویر اجزا بدلیږي او د یوې خاصې برخې اجزا په مجموع کې یو فرعي تصویر جوړوي لکه په راوړل شوي شعر کې چې د پیریانو برخه د بیزو له برخې سره توپیر لري او شاعر د هرې برخې لپاره یو فرعي تصویر ایجاد کړی دی.
تصویري اجزا (توکي): هر هغه شی، مفکوره، حرکت او حالت چې د تصویر په جوړولو کې ونډه لري او وجود یې په شعر کې د لمس وړ وي تصویري توکی دی لکه په پورتني شعر کې سپیره بیدیا، پیریان، تیاره، میندې، د زغرو ونه، بیزو، بچیان او نور ټول تصویري اجزا دي.
تصویري حرکت: هر هغه عمل چې د تصویري توکیو له خوا ترسره کیږي د تصویر حرکت یې بولي، د تصویر حرکت د شعر پیښې پر مخ بیایي او تصویر ژوندی کوي.
په پورتني شعر کې له غرونو د پیریانو راتګ، نڅا، پر میندو سینه سړول، ویده کیدل د بیزو بچې زیږول، قتل، د پیریانو خندل او نور هغه حرکتونه دي چې دشعر د کلیماتو په مرسته زموږ په ذهن کې د موضوع تمثیل کوي او په مرسته یې شعري دوران بشپړیږي.
 په شعر کې ساکن تصویرونه د نقاشۍ او متحرک هغه د سینما د یوې صحنې په شان ګڼل کیږي، په معاصرو شعرونو کې متحرک تصویرونه تر ساکنو هغو ډېر پلویان لري د همدې لپاره شعر یو ځل بیا د ژوند د پېښو تمثیل ته مخه کړې او تمثیلي څه چې آن قصصي شاعري دود شوې ده.
 دا چې په شعر کې د فرعي او اصلي تصویرونو تناسب څنګه وي او د شعر حرکت څه ډول د تصویرونو په حرکت پورې اړه لري، یو څه تخنیکي او تشریحي بحث ته اړتیا لري چې لیکونکی یې د یوې بلې مفصلې مقالې په اوږدو کې د بحث هوډ لري، البته له یوشمېر نورو شاعرانه مقولو لکه سمبول، تشبیه، اساطیرو او تمثیلونو سره د تصویر اړیکې هم د جلا بحث غوښتنه کوي، ځکه خو ددغه بحث نورې برخې هم ښایي بشپړې شي.