د هېواد د شاتو په تولید کې ۳۹۰ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی.

د هېواد د شاتو په تولید کې ۳۹۰ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی.


  • 2 کاله دمخه (08/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1097

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه زره ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي، چې په ۱۳۹۸ کال د شاتو د تولید کچه دوه زره او ۱۰۰ ټنه وه، چې دا شمېره په ۱۳۹۹ کال کې ۳۹۰ ټنه زیاتوالی لري.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې هرات، لغمان، بدخشان، کندز، پکتیا، ننګرهار، خوست او بامیان د شاتو د تولید په برخه کې د هېواد د شاتو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.

سرچینه وایي، چې دا مهال په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې شپږ زره او ۷۵۷ فارمونه شتون لري.

د سرچینې په خبره، چې په کورنیو بازارونو کې د شاتو نوعیت ته په کتو یوکیلو خالص شات له ۵۰۰ تر دوه زره افغانیو خرڅېږي.