ما ډېرې اسلامي زدکړې ښوونځي کې کړي؛ نه مسجد کې

ما ډېرې اسلامي زدکړې ښوونځي کې کړي؛ نه مسجد کې


  • 2 کاله دمخه (18/11/2021)
  • محب الرحمن مالیار
  • 910

ما قرانکريم په ښوونځي کې زده کړی د تجويد ډولونه(حدر تدوير اوترتيل)مې ښوونځي کې لوستي .

قلقه ، غنه ، مد ، وقف ، وصل ، مکي سورتورنه او مدني سورتونه مې ښوونځي کې زده کړي .

دينيات مې ښوونځي کې لوستی فرض، فرض عين،فرض کفايي، وتر ،واجب ،سنت ،مستحب ، مکروه ډک رکعتونه او تش رکعتونه مې ښوونځي کې زده کړي .

دعای قنوت ، معوذتين ، د سورتونو شان نزول ، د اسلام پينځه بناوې ، خيار ، ناسخ او منسوخ ، حروف مقطعات ، ميراث او تفسير مې ښوونځي کې زده کړي .

ما عقايد ښوونځي کې لوستي د خدای تعالی ازلي او ابدلي صفتونه ،د ايمان ارکان او د شرک لاملونه مې عقايدو کې لوستي و .

ما حديث په ښوونځي کې زده کړی ، د حديثو ډولونه ،غريب ، عزيز او مشهور احاديث مې ښوونځي کې لوستي  د  راوي اصطلاح مې ښوونځي کې زده کړی.

مقبول احاديث :١: صحيح لذاته ٢: حسن لذاته ۳: صحيح لغيره ۴: حسن لغيره ، مې ښوونځي کې زده کړي .

نکاح ،خطبه ، وکيل ، والي ،ولايت ، وصي ،موسی له ،کرامت،صحابي ،تابعي ،تبع تابعي ، معجزه ، نبي ، رسول  ميت ،متروکه ، ذوی الفروض ، ذوی الارحام  راته ښوونکي ښودلي .

منطق او بيان مې ښوونځي کې لوستی ، علم ، حصولي علم ،حضوري علم ، تاويل ، صلوات دامې ښوونځي کې لوستي .

مسنونې دعاګانې مې ښوونځي کې زده کړي .

هغوی چې وايي تېر نصاب کفر و يا غير شريعي و په يوې اسلامي محکمه کې دې ماته دا پورته مسايل هم غير شريعي  ثابت کړي.