اروپایي ټولنه د افغان سولې په پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

اروپایي ټولنه د افغان سولې په پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.


  • 9 مياشتي دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 423

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتر د اروپایي ټولنې له استازي ارلونډ پاولز سره لیدلي دي.

د یاد وزارت لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر افغان سوله، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو او د افغان سولې پر راتلونکو پړاوونو بحثونه کړي دي.

د سرچینې په حواله، په په دې لیدنه کې همدا رنګه د اروپایي تولنې استازي ټینګار کړی، چې یاده ټولنه به په دغه هېواد کې د باثباته، دایمي او عادلانه سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

د یادې لیدنې پر مهال دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان سولې اړوند جوړېدونکي کنفرانس ته هیله مندي ښودلې، چې دا ناسته به د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې استازي سره داسې مهال ګوري، چې په استانبول کې د افغان سولې په برخه کې جوړېدونکې ناستې ته یوازې څو ورځې پاتې دي.