کابل کې پنځه زره لېټره شراب ونیول شول.

کابل کې پنځه زره لېټره شراب ونیول شول.


  • 5 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 295

سمسور (یکشنبه - وری - ۱۵) کابل ولایت کې پنځه زره لېرټره شراب او څو کیلوګرامه نشه یي مواد نیول شوي.

د کابل پولیس په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې د نشه موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ښار په شپاړسمه حوزه کې د نشه یي موادو جوړولو پر یوې کارخونې عملیات ترسره کړي دي.

سرچینه وایي، چې د یادو عملیاتو پر مهال پنځه زره لېټره شراب نیول شوي. 

سرچینې زیاتوي، چې پولیسو په هم مهاله توګه تر اته سوه کيلوګرامه زیات هيروئين او دوه کيلوګرامه ډېره ښيښه ونيوله. 

د سرچینې په حواله، ټاکل شوې وه، چې یاد نشه یي مواد له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته قاچاق کړل شي.

د یادولو ده، چې پولیسو د یادو عملیاتو پر مهال په همدې تړاو شپږ تنه هم نیولي دي.