ټولنیز هومیوسټازس

ټولنیز هومیوسټازس


  • 2 اونۍ دمخه (19/04/2021)
  • ډاکتر احسان الله درمل
  • 80

زموږ په میډیا کې نن سبا د نظام او نظام ساتنې بحث خورا داغ شوی دی. زه له سیاسي پلوه پر دې اصطلاحاتو د څه ویلو وړتیا نلرم خو دومره پوهېږم چې نظام د یوه داسې نظم او ترکیب نوم دی چې د ټولو سر او مال پکې خوندي وي او ټول یې په ساتلو کې مرسته وکړي. زموږ ټولنه له پنځه دېرش میلیونه وگړیو څخه جوړه شوې یوه نسبتاً وړه ټولنه ده خو ستاسې د موبایل سکرین ته مخامخ یوه داسې گرځنده ټولنه هم شته چې له شاوخوا ۱۰۰ ټریلیونه ژوندي سرو څخه جوړه شوې ده. دغه ټولنه (انسان) نومېږي او دې ژوندي سرو ته یې (حجرې) وایي. زه د اولې ټولنې د ټولنپوهنې په باب څه نشم ویلای، ځکه چې دا د علم یوه بېخي بېله څانگه ده خو د دې دوهمې ټولنې د نظم او نظام په اړه ډېرې او حتی په کتابونو خبرې شونې دي. د دغې دوهمې ټولنې پر سر یو داسې عجیب نظام حاکم دی چې له دغو شاوخوا ۱۰۰ ټریلیونه ژوندي سرو څخه په دقیق ډول خبرېږي او که د ټولنې په لرې برخه کې هم د ټولنې کوم فرد ته یوه وړه ستونزه پېښه شي، سمدستي یې خبر مرکز ته وړل کېږي؛ هلته ستونزه تحلیلېږي او بېرته بېړني تصمیم نېوونکي احکام د سگنالونو په بڼه ور لېږدول کېږي. د انساني بدن په ۱۰۰ ټریلیوني ټولنه کې په زرگونو داسې واړه او لوی میکانیزمونه په دوامداره توگه فعال دي چې د دغې ټولنې د حاکم نظم له تداوم سره مرسته کوي. که دغه ساتونکي او مرستندوی میکانیزمونه متزلزل شي، د انساني بدن ټولنه د ناروغیو په نوم له یو ډول ټولنیزو ستونزو سره لاس و گریوان کېږي او که دا میکانیزمونه بیخي په ټپه ودرېږي، نو د انساني بدن ټولنه د مرگ په نوم د محوه کېدو له یوه جدي خطر سره مخ کېږي. 

امریکایي فزیولوجیست والټر کېنون (۱۸۷۱-۱۹۴۵م) په ۱۹۲۹م کې د انساني بدن د ۱۰۰ ټریلیوني ټولنې حاکم نظام او دوامدار حالت ته هومیوسټازس اصطلاح وکاروله. وروسته نورو فزیولوجیسټانو تشریح کړه چې هومیوسټازس د کومو میکانیزمونو په مرسته ساتل کېږي. دوی وویل چې په دغه ۱۰۰ ټریلیوني ټولنه کې هره حجره د یوه فرد په توگه کار کوي. هره حجره د دې مسولیت لري چې هم له هومیوسټازس څخه د خپل ژوند د بقا لپاره گټه واخلي او هم د هومیوسټازس په ساتلو کې مرسته وکړي. مانا، د نظام او فرد اړیکي متقابل دي او دواړه د یوه بل د بقا لپاره کار کوي. که حجرې خپله دنده نه ترسره کوي، هومیوسټازس یا د انساني بدن ټولنیز نظم خرابېږي او چې دا نظم خراب شي، د حجرو یا افرادو ژوند له خطر سره مخ دی. 

د تنفسي سیسټم حجرې د انساني بدن ټولنې ته د تازه هوا په رسولو او د تولید شوي کاربن په اخراج کې مرسته کوي. هضمي سیسټم دې ټولنه ته غذایي مواد رسوي؛ اطراحي سیسټم او پښتورگي له یوې خوا د اضافه او پاتې شونو موادو او مایعاتو د ایستلو دنده لري او له بلې خوا په انساني ټولنه کې د مهمو عناصرو لکه سوډیم، پوټاشیم، کلورایډ او نورو توازن ساتي. ځیگر له یوې خوا د زهري موادو د خنثی کولو فابریکه ده او له بلې خوا غذایي مواد له یوه شکله بل ته اړوي او ذخېره کوي یې. وینه او حجرې یې د بدني ټولنې ټولو افرادو او کورنیو ته د غذایي موادو په رسېدو کې کار کوي او د وینې د حجرو ځینې یې د خارجي خطرونو په مقابل کې دفاع کوي. عضلات د خطر پر مهال د انساني بدن د ټولنې په محافظت او انتقال کې مرسته کوي او بلاخره په دې ټولنه کې هیڅ ذره او هیڅ ژوندي سری داسې نشئ موندلای چې د نظام له مزایاوو دې برخمن وي خو کار دې یې نه وي مالوم. د دغې پېچلې ټولنې د افرادو رابطه له ټول نظام او یو بل سره داسې ده، چې که یوه شېبه د خپلې وظیفې په ترسراینه کې غفلت وکړي، هم د نظام د ټکني کېدو سبب کېدای شي او هم خپل مرگ یقیني کوي. 

په دې ټولنه کې هرې برخې او هر سیسټم ته خپله دنده سپارل شوې. هیڅ ارگان پر بل غرض نلري او هر څوک له خپل کار سره کار لري. دا لا دقیق تصویر لپاره کولای شو، چې صرف د وینې د دفاعي ارگان پر برخه تمرکز وکړو.

دغه دفاعي عسکر (د وینې سپینې حجرې) چې په کومو مرکزونو کې روزل کېږي، تر عجیبو پروسو تېرېږي. په لومړیو مراحلو کې دغو دفاعي جنگیالیو ته د بدني ټولنې فرد، فرد ور پېژندل کېږي او د هغوی د خپلوۍ احساس ورکول کېږي. تر دې روزنیزې دورې وروسته، دغه روزل شوي جنگیالي د یوې لنډې امتحاني دورې لپاره د انساني بدن په ټولنه کې ازادېږي او کار یې تر دقیق څار لاندې وي. که دغو نویو جنگیالیو د خپلې ټولنې (بدن) کوم فرد (حجرې، یا یوې برخې) ته کاږه هم وکتل، سمدستي وژل کېږي او دنده یې پای ته رسېږي. دغه عسکر چې د ټولنې او نظام پر وړاندې یې تعهد او مینه ثابت شي، په ټاکلیو سنگرونو کې د ټولنې د دفاع په موخه شپې ورځې تېروي او که بدن ته کوم داسې نوی ژوندي سری را داخل شي، چې د دې ټولنې پېژندپاڼه ورسره نه وي، سمدستي یې په مقابل کې جنگ پیلوي. یوه برخه جنگیالي د دې نوي را داخل شوي اجنبي (انټي جن) موجود تصویرونه اخلي او د دې په مقابل کې د نویو عسکرو یوه ډله موظفه کېږي. که دوهم ځل دغه اجنبي موجود بدن ته داخلېږي، نو دغه نوې موظف شوې ډله یې د ورکړل شویو تصویرونو په مرسته سمدستي پېژني او بې له کومه ځنډه یې وژني. 

چې را لنډه یې کړو، د انساني بدن د ټولنې ټول ارگانونه او ټول افراد په یوه داسې منظم او ریتمیک ډول کار کوي، چې د ټولو افرادو له مجموعي کار او کړنو څخه دغه نظام رغېدلی. د ټولو برخو مسولیتونه له یو بل سره داسې Synchronized او تړل شوي دي، چې د ۱۰۰ ټریلیونه ژوندي سرو یوه ډېره پېچلې ټولنه یې جوړه کړې ده او که دغه نظم گړبړ شي، نو دغه ټولنه هم متزلزله او بلاخره شړېږي. دغه نظام د یوه ډېر مقتدر او هوښیار پاچا تر حکم لاندې چلېږي چې عصبي سیستم نومېږي او د انساني بدن په سر کې یې تخت و بارگاه دي. د ټولنې په هره برخه کې چې کومه ستونزه وي، سمدستي مرکز ته رسول کېږي، هلته ستونزه تحلیلېږي او بېرته د سگنالونو په شکل احکام ورکول کېږي. مثلاً که تاسې په توره شپه کې پر یوه تېره ستنه پښه کېږدئ، نو ستاسې له پښې څخه یو تېز خبر مرکز ته ځي؛ هلته زر تحلیلېږي چې یوه ستن له پښې سره لگېدلې او پښه په خطر کې ده. له مرکزه پښې ته امر کېږي چې له ستنې بېرته شي او دا ټول کارونه د یوې ثانیې په یوه وړه برخه کې کېږي. کله مو د دغومره تېز ځواب ویونکي نظام په اړه تصور کړی دی؟

اوس نو زموږ پنځه دېرش میلیوني ټولنه پر دې معیار وسنجوئ. بیا د نظام برخې وسنجوئ چې څومره د نظام په ساتلو کې همکاري کوي؟ بیا هر یو فرد وسنجوئ چې څومره کار کوي؟ د ده کار د نظام د کومې برخې له استحکام او نظم سره مرسته کوي؟ د دې ټولو برخو او افرادو کارونه څومره د یو بل مرستندوی دي؟

ما خو چې فکر پکې کړی، زموږ د نظام زیاتره برخې د نظام له تداوم سره لازمه مرسته نه کوي. زیاتره سیسټمونه او افراد د ټولنیز هومیوسټازس پر ضد فعالیت کوي خو د خپلې بقا لپاره د نظام له مزایاوو گټه اخلي. په بدني ټولنه کې لاس، پښې، زړه او سترگې د بغاوت تصور هم نشي کولای او که و یې کړي، نظام شړېږي او بلاخره دوی پخپله له منځه ځي خو زموږ په واقعي ټولنه کې تر نظام پالونکو باغیان ډېر دي. تر څو چې زموږ د ټولنیز هومیوسټازس جوړوونکي فکټورونه (پوهنتون، جومات، دریځ، سنگر، مکتب، بزگر....) ټول په یوه ریتم او نظم د یوه ټولنیز هومیوسټازس د ساتلو په چاره کې فعال نشي، تر هغې گرانه ده چې زموږ ټولنیزې ناروغۍ معالجه شي. دغه رابطه بېشکه چې یو طرفه نده. پر ټولنه حاکم نظام هم باید د انساني بدن د ټولنې په څېر سمارټ او پیاوړی نظام وي. هغه چې د ټولنې په لرې برخه کې هم د یوه فرد له ستونزې د ثانیې په څوومه برخه کې خبرېږي او ستونزه یې هواروي. د فرد او نظام دغه مړژواندې رابطه چې هر څومره ژر را ژوندۍ شي، هومره موږ ژر د ټولنیز هومیوسټازس خوا ته تلای شو. بیدل فرمایي:

من نمی گویم زیان کن یا به فکر سود باش

ای ز فرصت بیخبر در هر چه باشی زود باش