کونړ کې باغدارانو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

کونړ کې باغدارانو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ مرسته وشوه


  • 8 مياشتي دمخه (25/03/2021)
  • عارف سمیر
  • 432

کونړ کې  د بڼوالۍ ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې له مخې، د ښځو اقتصادي پرمختګ ، بڼوالۍ محصولاتو د ودې او بازار موندنې په پار د مرکز په شمول د د ریو ولسوالیو له باغدارانو سره، د ۴،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته ترسره شوه، چې په کې ښځینه باغدارانو ته د سبزیو او مېوو ساتلو ۲۸ دستګاوې او همدا راز ۲۳ نارینه باغدارانو ته، حفاظتي کېټونه، کېماوې سرې او د باغداري اړین توکي ورکړل شول.

په همدې موخه جوړیو شویو مراسمو کې د کونړ والي، محمد اقبال سعید وویل، چې هڅه کوي په یاد ولایت کې زراعت ته نوره هم وده ورکړي، ترڅو خلک پر ځان بسیا شي.

کونړ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه ده، چې په دې وروستیو کلنو کې په کې کرنیز سکتور خورا ښه وده کړې ده.