د امریکا سفیر د افغان ځواکونو د مسلکي روزنې ژمنه تازه کړه

د امریکا سفیر د افغان ځواکونو د مسلکي روزنې ژمنه تازه کړه


  • 1 اونۍ دمخه (18/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 120

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله "محمدي" په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر "راس ویلسون" او په افغانستان کې د امریکا حمایتي ځواکونو قومندان "ادمیرال ویسلي" سره د دفاع وزارت په مقر کې وکتل.

سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې دواړو خواوو په هېواد کې د روانو امنیتي حالاتو، د سولې خبرو، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې او مالي او تسلیحاتي مرستو په اړه خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان له خلکو او دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د امریکا متحده ایالاتو له دوامداره مرستو څخه قدردانی او مننه وکړه.

همدا راز د امریکا متحده ایالاتو سفیر یو ځل بیا د سولې پروسې ملاتړ، امنیتي ځواکونو ته د مالي او تسلیحاتي مرستو دوام، د هېواد هوایي ځواکونو ته د جنګي او لوژیستیکي الوتکو مرستې او د افغان ځواکونو مسلکي روزنې د دوام په برخو کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.